د پخواني جمهوري نظام د پولیسو د یوه غړي، عبدالبشیر محمدي، جسد په سرپل ولایت کې تر ۲۵ ورځو نادرکۍ وروسته له یوې څاه وموندل شو. په دغه ولایت کې سرچینې وايي، محمدي د ډزو په پایله کې وژل شوی او د طالبانو پولیسو هم د هغه د قتل پېښه تایید کړې ده.
یوې سرچینې د یکشنبې په ورځ، د لړم په ۱۷مه، اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې محمدي ۲۸ کلن و او اصلي استوګنځی یې د سرپل د سوزمه قلعه ولسوالۍ و. د سرچینې په وینا، نوموړي د جمهوري نظام تر سقوط مخکې د سرپل د امنیې قوماندانۍ په چوکاټ کې دنده لرله او له هغه وروسته یې د دغه ولایت په مرکز کې موټر چلاوه.
سرچینې زیاته کړې چې د محمدي کورنۍ د هغه د ۲۵ ورځنۍ نادرکۍ پر مهال فکر کاوه، ښايي ایران یا ترکیې ته تللی وي. خو د شنبې په ورځ، د لړم په ۱۶مه، ناوخته د سیمې اوسېدونکو د سرپل ښار اړوند د توغني له سیمې څخه د هغه جسد له یوې څاه راوویست. د جسد ترڅنګ د موندل شوې تذکرې او جامو له ارزونې وروسته د هغه هویت وپېژندل شو.
د سرچینې په وینا، د طالبانو پولیسو تایید کړې چې محمدي د ټوپک په ډزو وژل شوی دی؛ خو د هغه د وژنې انګېزه او د عاملانو هویت لا هم نه دی روښانه شوی.
دا پېښه په داسې حال کې راپور کېږي چې د اطلاعات روز د راپور له مخې، د طالبانو له خوا د عمومي بښنې له اعلان سره سره، په تېرو پنځو کلونو کې د پخوانیو نظامیانو د وژنو پېښې دوام لري. په ځینو مواردو کې پخواني نظامیان د طالبانو له خوا تر نیول کېدو وروسته وژل شوي دي؛ د الله داد په نوم د یوه پخواني نظامي جسد هم خپلې کورنۍ ته سپارل شوی و. په نورو پېښو کې بیا پخواني نظامیان د نامعلومو کسانو له خوا په مرموز ډول وژل شوي دي.
طالبان تل وايي چې د خپل مشر د عمومي بښنې فرمان ته ژمن دي. خو د پخوانیو نظامیانو د وژنو د پرله پسې راپورونو خپرېدل د هغوی د امنیت او د عمومي بښنې د عملي کېدو په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.
















