د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت د دې ډلې مخالفې وسله والې جبهې د پاکستان په مالي او پوځي ملاتړ په فعالیت تورنې کړې او ویلي یې دي چې هغه کسان چې د طالبانو پر وړاندې جبهې جوړوي، افغانان نه دي.
فطرت نن په کابل کې د عبدالله بن مسعود د ګډو محاربوي زده کړو مرکز د څه باندې زر تنو منسوبینو د فراغت په مراسمو کې دا څرګندونې کړې دي.
هغه ادعا کړې چې د طالبانو مخالفې وسله والې ډلې د پاکستان په مالي ملاتړ او پوځي تجهیزاتو فعالیت کوي. نوموړي همداراز د دې ډلو د جوړېدو لامل بهرنی ملاتړ بللی او د هغوی د غړو پر افغان هویت یې نیوکه کړې ده.
خو په خپاره شوي راپور کې د پاکستان له لوري د دغو ډلو د مالي او پوځي ملاتړ د ادعا د ثابتولو لپاره خپلواک شواهد یا اسناد نه دي وړاندې شوي.
















