د افغانستان د ملي یووالي حکومت د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله پخوانی مرستیال، انجنیر محمد خان، له ایرانه کابل ته راستون شوی دی. د طالبانو د افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون ویلي چې د نوموړي بېرته ستنېدل د افغان سیاسي څېرو د راستنېدو لپاره د دغه کمېسیون د پروګرام په چوکاټ کې ترسره شوي دي.
دغه کمېسیون د شنبې په ورځ، د لړم په ۱۶مه، په ټولنیزو شبکو کې په یوه پیغام کې د محمد خان د بېرته ستنېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې نوموړی د همدې کمېسیون له لارې افغانستان ته راستون شوی دی.
د کمېسیون په اعلامیه کې راغلي چې محمد خان له خپل بېرته ستنېدو خوښي څرګنده کړې او د دغه بنسټ له هڅو یې مننه کړې ده.
په پیغام کې د محمد خان له قوله له هغو افغانانو هم غوښتنه شوې چې له هېواده بهر ژوند کوي، بېرته افغانستان ته ستانه شي او د هېواد د بیارغونې، ملي یووالي او پیوستون د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي.
محمد خان د محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت پر مهال د عبدالله عبدالله لومړی مرستیال و. هغه همدارنګه د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ د اسلامي حزب له لوړپوړو څېرو څخه ګڼل کېده.
د طالبانو د افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون د پخوانیو چارواکو او سیاسي څېرو د هڅولو لپاره فعالیت کوي، څو بېرته افغانستان ته ستانه شي.
خو د دغه کمېسیون په خپره شوې اعلامیه کې د محمد خان د وتلو د کره وخت، په ایران کې د هغه د اوسېدو مودې او د بېرته ستنېدو په تړاو د سیاسي شرایطو یا احتمالي تضمینونو په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.
تر اوسه د نوموړي د بېرته ستنېدو د څرنګوالي او د هغه د راتلونکو سیاسي فعالیتونو په اړه هم نور معلومات نه دي خپاره شوي.














