د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، د افغانستان وضعیت د ګډ امنیت تړون د سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو پولو د امنیت د پیاوړتیا په چوکاټ کې په ځانګړې توګه تر څارنې لاندې دی.
د روسیې دولتي خبري اژانس ریانووستي د چهارشنبې په ورځ، د عقرب پر ۲۰مه، راپور ورکړی چې پوتین دا څرګندونې په کرملین کې د ګډ امنیت تړون د ډله ییز امنیت شورا په غونډه کې کړې دي. دغه غونډه د نوموړي په مشرۍ جوړه شوې وه او پکې د سیمه ییز امنیت او د سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پر موضوعاتو خبرې شوې دي.
د افغانستان پر وضعیت د پوتین ټینګار په داسې حال کې دی چې د تاجکستان او افغانستان ګډه پوله لا هم د دې سازمان د امنیتي اندېښنو له مهمو محورونو څخه ګڼل کېږي. د سازمان سرمنشي تر دې مخکې د پولې هاخوا ګواښونو پر وړاندې ګډه مبارزه او د تاجکستان او افغانستان د پولې د پیاوړتیا پروګرام د سازمان له لومړیتوبونو بللي وو.
د ګډ امنیت تړون سازمان د یوه پنځه کلن پروګرام له لارې د تاجکستان او افغانستان د پولې د امنیتي وړتیاوو د پیاوړتیا هڅې کوي. تازه راپورونه هم ښيي چې د سازمان غړي هېوادونه تاجکستان ته د پوځي او تخنیکي تجهیزاتو د برابرولو پلان لري. د دغو مرستو اعلان شوی هدف د خپلو پولو د ساتنې لپاره د تاجکستان د وړتیا لوړول دي.
د پوتین څرګندونې او د تاجکستان لپاره د مرستو پلانونه ښيي چې د افغانستان تحولات د روسیې او د ګډ امنیت تړون د نورو غړو هېوادونو په امنیتي محاسبو کې مهم ځای لري. خو د دې سازمان امنیتي اندېښنې په خپله د افغانستان له خاورې څخه د کوم مشخص ګواښ یا برید د پېښېدو ثبوت نه شي ګڼل کېدای.















