Donate
پنجشنبه, نوومبر 12, 2026
  • فارسی
  • English
  • Français
  • ننوتل
تلویزیون نیمروز
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
تلویزیون نیمروز
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
اصلی صفحه نړۍ

د نتانیاهو ائتلاف له اکثریت پاتې شو؛ عربي ګوندونه د ۱۹ څوکیو په لرلو د واک د جوړولو په مذاکراتو کې مهم رول لري

په واسطه د Satayesh Marzapoor
اکتوبر 30, 2026
0
A A
0
نتانیاهو با وجود پایان شمارش آرا همچنان از اکثریت پارلمانی بازماند

په اسراییلو کې د پارلماني ټاکنو د رایو له بشپړې شمېرنې وروسته، د بنیامین نتانیاهو په مشرۍ ائتلاف ۵۳ څوکۍ ګټلې، خو د حکومت جوړولو لپاره اړین اکثریت ته لا هم اته څوکۍ کمې لري. د مخالفو ګوندونو ډلې ۴۸ او عربي ګوندونو په ټولیزه توګه ۱۹ څوکۍ ترلاسه کړې دي.

د اسراییلو د مرکزي ټاکنیزې کمېټې د اعلان شویو پایلو له مخې، د پاتې رایو له شمېرلو وروسته هم د څوکیو په وېش کې بدلون نه دی راغلی. خو وروستۍ رسمي پایلې به د شکایتونو او احتمالي سرغړونو له ارزونې وروسته د اسراییلو ولسمشر اسحاق هرتزوګ ته وړاندې شي.

د ۱۲۰ کسیز کنېسټ پارلمان کې د حکومت جوړولو لپاره لږ تر لږه د ۶۱ استازو ملاتړ ته اړتیا ده. له همدې امله، هېڅ یوه لویه سیاسي ډله په یوازې ځان د حکومت جوړولو اکثریت نه لري او عربي ګوندونه د خپلو ۱۹ څوکیو له امله د راتلونکو سیاسي مذاکراتو مهم لوبغاړي بلل کېږي.

عربي ګوندونه د همکارۍ لپاره چمتو دي

د عربي ګوندونو ګډ لېست اعلان کړی چې د نتانیاهو د واک د پای ته رسولو په موخه له سیاسي مخالفانو سره همکارۍ ته چمتو دی. د دغه لېست مشر یوسف جبارین د اسراییلو د یهودي او عربي وګړو ترمنځ د همکارۍ پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د ټاکنو د پایلو له مخې، ګډ عربي لېست ۱۱ او د رعام ګوند اته څوکۍ ترلاسه کړې دي. ګډ لېست تر دې مخکې هم ویلي وو چې ښايي د نتانیاهو د مخالفانو له خوا د جوړېدونکي حکومت ملاتړ وکړي، خو په کابینه کې به رسمي غړیتوب نه اخلي.

دغه ملاتړ یې د عربي ټولنې د غوښتنو له پوره کېدو سره مشروط کړی دی. په دغو غوښتنو کې د تاوتریخوالي او جرمونو پر وړاندې مبارزه، د کورونو د ویجاړولو د بهیر درول او د فلسطیني دولت د جوړېدو لپاره د سیاسي لارې چارې شاملې دي.

خو د یاشار ګوند مشر او د نتانیاهو له مهمو مخالفانو څخه ګادي آیزنکوت مخکې د داسې حکومت له جوړېدو سره مخالفت کړی چې د عربي ګوندونو پر ملاتړ تکیه ولري. په مقابل کې، د دیموکراتانو ګوند مشر یائیر ګولان له مخالفو ګوندونو غوښتي چې د حکومت د بدلولو لپاره له عربي ګوندونو سره همکاري وکړي.

د مخالفانو په ډله کې اختلافونه

د نتانیاهو د مخالفو ګوندونو د مشرانو ترمنځ اختلافونه هم دوام لري. ټایمز اف اسرائیل ورځپاڼې د ۱۲مې شبکې په حواله راپور ورکړی چې د «اسراییل زموږ کور دی» ګوند مشر آویګدور لیبرمن د آیزنکوت او نفتالي بېنېټ اړیکو ته ځواب نه ورکوي؛ خو د دواړو ډلو د ټاکنیزو کمپاینونو د ټیمونو ترمنځ اړیکې شته.

د راپور له مخې، لیبرمن نه غواړي د نتانیاهو په مشرۍ حکومت کې برخه واخلي او نه هم د داسې حکومت ملاتړ کوي چې د عربي ګوندونو پر رایو تکیه ولري. نوموړی غوره ګڼي چې آیزنکوت له نتانیاهو سره د یووالي حکومت جوړ کړي.

دا اختلافونه ښيي چې د نتانیاهو د واک د پای ته رسولو په اړه د مخالفو ګوندونو ګډ دریځ لا تر اوسه د بدیل حکومت پر جوړولو د یوې هوکړې سبب نه دی شوی.

د ټاکنو د درغلیو د ادعاوو څېړنه

د لیکود ګوند په یوه اعلامیه کې عربي ګوندونه د رشوت، ګواښ، تاوتریخوالي او د منع شویو سافټویرونو د کارولو له لارې په پراخو ټاکنیزو درغلیو تورن کړي دي.

د اسراییلو مرکزي ټاکنیزې کمېټې ویلي چې د لیکود ګوند غوښتنه یې ترلاسه کړې او د ټاکنو د روڼتیا د څارنې د عادي بهیر په چوکاټ کې به یې وڅېړي. خو د شکایت څېړل په خپله د لیکود ګوند د ادعاوو د تایید په معنا نه دي.

هرتزوګ د بیا ټاکنو د مخنیوي غوښتنه کړې

د اسراییلو ولسمشر اسحاق هرتزوګ له سیاسي ګوندونو غوښتي چې له پرانیستي نظر سره مذاکرات وکړي او د بیا ټاکنو د مخنیوي لپاره هڅه وکړي.

د رسمي پایلو له وړاندې کېدو وروسته به هرتزوګ د ګوندونو له مشرانو سره مشورې وکړي او یو کس به د حکومت جوړولو لپاره وګماري. که دغه کس د ائتلافي حکومت په جوړولو کې پاتې راشي، سیاسي بهیر ښايي اوږد شي او په پای کې د نویو ټاکنو د ترسره کېدو لامل شي.

په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اکسیوس رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې نتانیاهو، د ځینو لومړنیو راپورونو پر خلاف، اوس په «نسبي ډول ښه» وضعیت کې دی. ټرمپ د یووالي حکومت په جوړولو کې د احتمالي مرستې په اړه ویلي چې تر اوسه یې په دې تړاو پرېکړه نه ده کړې.

د ټاکنو پایلې ښيي چې د رایو له بشپړې شمېرنې سره سره، په اسراییلو کې د نوي حکومت جوړېدل لا هم د ګوندونو ترمنځ هوکړې او د سیاسي اختلافونو حل ته اړتیا لري.

پوتین: د افغانستان وضعیت زموږ د امنیتي اندېښنو په مرکز کې دی

هګسېټ: له افغانستانه د امریکا وتل د دغه هېواد نړیوال اعتبار ته فاجعه وه

ټرمپ: د ایران پاتې اټومي تاسیسات په ۱۰ دقیقو کې په نښه کولی شو

ټګونه: نړۍ
شریکولټویټلېږللېږل
Satayesh Marzapoor

Satayesh Marzapoor

پوتین: وضعیت افغانستان در اولویت نظارت امنیتی پیمان امنیت جمعی قرار دارد
نړۍ

پوتین: د افغانستان وضعیت زموږ د امنیتي اندېښنو په مرکز کې دی

نوومبر 11, 2026
هگست خروج امریکا از افغانستان را «فاجعه‌ای برای اعتبار این کشور» خواند
نړۍ

هګسېټ: له افغانستانه د امریکا وتل د دغه هېواد نړیوال اعتبار ته فاجعه وه

نوومبر 10, 2026
ترامپ: امریکا می‌تواند تأسیسات هسته‌ای باقی‌مانده ایران را در ۱۰ دقیقه هدف قرار دهد
امنیت

ټرمپ: د ایران پاتې اټومي تاسیسات په ۱۰ دقیقو کې په نښه کولی شو

نوومبر 1, 2026
درگیری مرزی پاکستان و طالبان پس از اصابت گلوله به خانه ای در انگور اده
امنیت

پاکستان وايي د طالبانو څو سرحدي پوستې یې د یوه ملکي وګړي تر وژل کېدو وروسته ویجاړې کړې

اکتوبر 28, 2026
علی عبداللهی: اجازه ورود ناوهای نظامی امریکا به خلیج فارس را نمی‌دهیم
نړۍ

د ایران د وسله والو ځواکونو مشر وايي، امریکایي جنګي بېړۍ به فارس خلیج ته پرېنږدي

اکتوبر 24, 2026
عراقچی: بازگشایی کامل تنگه هرمز به اجرای تعهدات آمریکا بستگی دارد
نړۍ

عراقچي: د هرمز تنګي بشپړ پرانیستل د امریکا د ژمنو په عملي کېدو پورې تړلي دي

اکتوبر 21, 2026
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
مقام طالبان: روزی مردم افغانستان جهان را نجات خواهند داد

د طالبانو چارواکی: یوه ورځ به افغانان نړۍ وژغوري

نوومبر 11, 2026
پوتین: وضعیت افغانستان در اولویت نظارت امنیتی پیمان امنیت جمعی قرار دارد

پوتین: د افغانستان وضعیت زموږ د امنیتي اندېښنو په مرکز کې دی

نوومبر 11, 2026
هگست خروج امریکا از افغانستان را «فاجعه‌ای برای اعتبار این کشور» خواند

هګسېټ: له افغانستانه د امریکا وتل د دغه هېواد نړیوال اعتبار ته فاجعه وه

نوومبر 10, 2026
اجساد هشت مهاجر در منطقه مرزی ترکیه با ایران پیدا شد

د ترکیې او ایران پر پوله اته جسدونه موندل شوي

نوومبر 9, 2026
قتل مرموز یک نظامی پیشین در سرپل؛ پیکر عبدالبشیر محمدی پس از ۲۵ روز ناپدیدی پیدا شد

د سرپل په یوه څاه کې د پخواني پولیس جسد تر ۲۵ ورځو نادرکۍ وروسته وموندل شو

نوومبر 8, 2026
زهره وندا نماینده جوانان افغانستان در سازمان ملل شد

زهره وندا د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغان ځوانانو استازې وټاکل شوه

نوومبر 8, 2026

مشهور مطالب

  • فرحناز اسپد، روزنامه‌نگار و مجری ایران اینترنشنال، پس از بیماری درگذشت

    فرحناز اسپد، خبریاله او د ایران انټرنشنل ویانده، په ۳۷ کلنۍ کې مړه شوه

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • د لیزا شمس کورنۍ د هغې د مړینې د دوسیې د خپلواکې او بې‌طرفه څېړنې غوښتنه کوي

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • د ۱۷ کلنې رقیې د مشکوک مړینې راپور؛ له دوو جبري ودونو سره یې مخالفت کړی و

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • ډاکټره بدریه جلالي په کابل کې ووژل شوهد حقوقي او مالي شخړو تر سیوري لاندې مرموزه قضیه

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • د سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې د طالبانو پر ضد د پوځي عملیاتو د پیل اعلان وکړ

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0

د خبرونو آرشیف

نیمروز ټلویزیون؛ د افغانستان او نړۍ د کره، باوري او تحلیلي خبرونو خپلواکه سرچینه، چې د باور وړ معلوماتو وړاندې کولو، د پېښو ژور تحلیل او د پټو اړخونو روښانه کولو ته ژمن دی. موږ هڅه کوو د مسلکي اصولو پر بنسټ روښانه او باوري انځور وړاندې کړو.

مقام طالبان: روزی مردم افغانستان جهان را نجات خواهند داد
افغانستان

د طالبانو چارواکی: یوه ورځ به افغانان نړۍ وژغوري

نوومبر 11, 2026
پوتین: وضعیت افغانستان در اولویت نظارت امنیتی پیمان امنیت جمعی قرار دارد
نړۍ

پوتین: د افغانستان وضعیت زموږ د امنیتي اندېښنو په مرکز کې دی

نوومبر 11, 2026
هگست خروج امریکا از افغانستان را «فاجعه‌ای برای اعتبار این کشور» خواند
نړۍ

هګسېټ: له افغانستانه د امریکا وتل د دغه هېواد نړیوال اعتبار ته فاجعه وه

نوومبر 10, 2026

  • زموږ په اړه
  • له موږ سره اړیکه
  • د همکارۍ فرصتونه
  • محرمیت تګلاره

© 2026 ټول حقوق د تلویزیون نیمروز سره خوندي دي.

بیا ښه راغلاست!

لاندې خپل اکاونټ ته ننوتل وکړئ.

پاسورډ مو هېر شوی؟

خپل پاسورډ بېرته ترلاسه کړئ

مهرباني وکړئ خپل کارن نوم یا ایمیل ادرس دننه کړئ ترڅو خپل پاسورډ بیا تنظیم کړئ.

ننوتل

نوی پلې‌لیست اضافه کړئ

  • ننوتل
  • فارسی
  • English
  • Français
Donate
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
SAVED POSTS