Donate
چهارشنبه, نوومبر 11, 2026
  • فارسی
  • English
  • Français
  • ننوتل
تلویزیون نیمروز
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
تلویزیون نیمروز
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
اصلی صفحه افغانستان

جبهه متحد افغانستان: په تېرو ۱۰۰ ورځو کې مو د طالبانو پر ضد ۱۱۶ عملیات کړي

په واسطه د Satayesh Marzapoor
نوومبر 8, 2026
0
A A
0
جبهه متحد افغانستان مدعی انجام ۱۱۶ عملیات نظامی علیه طالبان در ۲۳ ولایت شد

جبهه متحد افغانستان وايي، په تېرو ۱۰۰ ورځو کې یې د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د طالبانو پر ضد ۱۱۶ پوځي عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۱۵۳ طالب جنګیالي وژل شوي او ۸۹ نور ټپیان شوي دي. دا شمېرې د یادې جبهې له خوا اعلان شوې، خو خپلواک تایید یې نه دی شوی.

د دې جبهې مشر سمیع سادات د یکشنبې په ورځ، د لړم په ۱۷مه، د عملیاتو د سل ورځنۍ دورې په مناسبت په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، له ترسره شویو عملیاتو څخه ۱۱ یې تعرضي او پاتې نور یې هدفمند وو. د هغه په وینا، د هدفمند عملیاتو ۶۰ سلنه په سوېل لوېدیځ زون کې، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې ترسره شوي چې نوموړي د طالبانو سیاسي او پوځي مرکزونه وبلل. سادات زیاته کړه چې په دې موده کې د جبهه متحد درې غړي هم وژل شوي دي.

سادات وویل، په سوېل لوېدیځ کې د عملیاتو تمرکز د کندهار په مرکز کې د طالبانو د مشرتابه د کمزوري کولو لپاره و. هغه ادعا وکړه چې جبهه متحد په ټول افغانستان کې حضور لري او په تېرو سل ورځو کې یې له ځوانو مبارزینو او قومي مشرانو سره اړیکې پیاوړې کړې دي.

د جبهې مشر د پوځي عملیاتو ترڅنګ د سیاسي فعالیتونو د دوام خبر هم ورکړ. نوموړي وویل، د یووالي د پیاوړتیا لپاره یې له یو شمېر افغان سیاسي څېرو سره غونډې کړې دي. هغه همداراز ادعا وکړه چې د جبهې د ځواکونو شمېر زیات شوی او د طالبانو په مشرتابه کې اختلافات رامنځته شوي دي؛ خو د دغو ادعاوو په اړه یې خپلواک شواهد او جزئیات نه دي وړاندې کړي.

سادات په خپلو څرګندونو کې روسیه هم له طالبانو سره په پوځي او استخباراتي همکارۍ تورنه کړه. د هغه په وینا، دا همکاري د وسلو ترمیم او د بلاروس له لارې د روزنې برابرول هم رانغاړي. نوموړي وویل، جبهه متحد د دغو اقداماتو په اعتراض کې روسیې ته لیک استولی او د طالبانو د پوځي ملاتړ د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

جبهه متحد افغانستان، چې مشري یې د افغان پوځ د ځانګړو ځواکونو پخوانی قوماندان سمیع سادات کوي، د زمري په لسمه د طالبانو او نورو ډلو پر ضد د پوځي عملیاتو د پیل اعلان کړی و. دې جبهې دغه اقدام د «افغانستان د ازادۍ ماموریت» یوه برخه بللې وه.

له هغه وخت راهیسې، جبهې په بېلابېلو ولایتونو، په ځانګړي ډول هلمند، کندهار او نیمروز کې د بریدونو راپورونه خپاره کړي دي. د تلې په ۲۲مه یې هم ادعا کړې وه چې په کندهار کې یې له طالبانو سره په نښته کې د دې ډلې درې غړي وژلي دي؛ خو د کندهار د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویلي وو چې په هماغه نښته کې دوه مخالف وسله وال وژل شوي دي.

د جبهه متحد د عملیاتو، د مرګ ژوبلې د شمېرو او د روسیې د پوځي همکارۍ ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

د طالبانو چارواکی: یوه ورځ به افغانان نړۍ وژغوري

د ترکیې او ایران پر پوله اته جسدونه موندل شوي

د سرپل په یوه څاه کې د پخواني پولیس جسد تر ۲۵ ورځو نادرکۍ وروسته وموندل شو

ټګونه: افغانستانامنیت
شریکولټویټلېږللېږل
Satayesh Marzapoor

Satayesh Marzapoor

مقام طالبان: روزی مردم افغانستان جهان را نجات خواهند داد
افغانستان

د طالبانو چارواکی: یوه ورځ به افغانان نړۍ وژغوري

نوومبر 11, 2026
اجساد هشت مهاجر در منطقه مرزی ترکیه با ایران پیدا شد
افغانستان

د ترکیې او ایران پر پوله اته جسدونه موندل شوي

نوومبر 9, 2026
قتل مرموز یک نظامی پیشین در سرپل؛ پیکر عبدالبشیر محمدی پس از ۲۵ روز ناپدیدی پیدا شد
افغانستان

د سرپل په یوه څاه کې د پخواني پولیس جسد تر ۲۵ ورځو نادرکۍ وروسته وموندل شو

نوومبر 8, 2026
زهره وندا نماینده جوانان افغانستان در سازمان ملل شد
افغانستان

زهره وندا د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغان ځوانانو استازې وټاکل شوه

نوومبر 8, 2026
فصیح‌الدین فطرت مخالفان مسلح طالبان را به دریافت حمایت از پاکستان متهم کرد
افغانستان

فصیح الدین فطرت: د طالبانو مخالفې جبهې د پاکستان په ملاتړ فعالیت کوي

نوومبر 8, 2026
انجنیر محمد خان، معاون پیشین عبدالله عبدالله، از ایران به کابل بازگشت
افغانستان

د عبدالله عبدالله پخوانی مرستیال محمد خان له ایرانه کابل ته راستون شو

نوومبر 7, 2026
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
مقام طالبان: روزی مردم افغانستان جهان را نجات خواهند داد

د طالبانو چارواکی: یوه ورځ به افغانان نړۍ وژغوري

نوومبر 11, 2026
پوتین: وضعیت افغانستان در اولویت نظارت امنیتی پیمان امنیت جمعی قرار دارد

پوتین: د افغانستان وضعیت زموږ د امنیتي اندېښنو په مرکز کې دی

نوومبر 11, 2026
هگست خروج امریکا از افغانستان را «فاجعه‌ای برای اعتبار این کشور» خواند

هګسېټ: له افغانستانه د امریکا وتل د دغه هېواد نړیوال اعتبار ته فاجعه وه

نوومبر 10, 2026
اجساد هشت مهاجر در منطقه مرزی ترکیه با ایران پیدا شد

د ترکیې او ایران پر پوله اته جسدونه موندل شوي

نوومبر 9, 2026
قتل مرموز یک نظامی پیشین در سرپل؛ پیکر عبدالبشیر محمدی پس از ۲۵ روز ناپدیدی پیدا شد

د سرپل په یوه څاه کې د پخواني پولیس جسد تر ۲۵ ورځو نادرکۍ وروسته وموندل شو

نوومبر 8, 2026
زهره وندا نماینده جوانان افغانستان در سازمان ملل شد

زهره وندا د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغان ځوانانو استازې وټاکل شوه

نوومبر 8, 2026

مشهور مطالب

  • فرحناز اسپد، روزنامه‌نگار و مجری ایران اینترنشنال، پس از بیماری درگذشت

    فرحناز اسپد، خبریاله او د ایران انټرنشنل ویانده، په ۳۷ کلنۍ کې مړه شوه

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • د لیزا شمس کورنۍ د هغې د مړینې د دوسیې د خپلواکې او بې‌طرفه څېړنې غوښتنه کوي

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • د ۱۷ کلنې رقیې د مشکوک مړینې راپور؛ له دوو جبري ودونو سره یې مخالفت کړی و

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • ډاکټره بدریه جلالي په کابل کې ووژل شوهد حقوقي او مالي شخړو تر سیوري لاندې مرموزه قضیه

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • د سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې د طالبانو پر ضد د پوځي عملیاتو د پیل اعلان وکړ

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0

د خبرونو آرشیف

نیمروز ټلویزیون؛ د افغانستان او نړۍ د کره، باوري او تحلیلي خبرونو خپلواکه سرچینه، چې د باور وړ معلوماتو وړاندې کولو، د پېښو ژور تحلیل او د پټو اړخونو روښانه کولو ته ژمن دی. موږ هڅه کوو د مسلکي اصولو پر بنسټ روښانه او باوري انځور وړاندې کړو.

مقام طالبان: روزی مردم افغانستان جهان را نجات خواهند داد
افغانستان

د طالبانو چارواکی: یوه ورځ به افغانان نړۍ وژغوري

نوومبر 11, 2026
پوتین: وضعیت افغانستان در اولویت نظارت امنیتی پیمان امنیت جمعی قرار دارد
نړۍ

پوتین: د افغانستان وضعیت زموږ د امنیتي اندېښنو په مرکز کې دی

نوومبر 11, 2026
هگست خروج امریکا از افغانستان را «فاجعه‌ای برای اعتبار این کشور» خواند
نړۍ

هګسېټ: له افغانستانه د امریکا وتل د دغه هېواد نړیوال اعتبار ته فاجعه وه

نوومبر 10, 2026

  • زموږ په اړه
  • له موږ سره اړیکه
  • د همکارۍ فرصتونه
  • محرمیت تګلاره

© 2026 ټول حقوق د تلویزیون نیمروز سره خوندي دي.

بیا ښه راغلاست!

لاندې خپل اکاونټ ته ننوتل وکړئ.

پاسورډ مو هېر شوی؟

خپل پاسورډ بېرته ترلاسه کړئ

مهرباني وکړئ خپل کارن نوم یا ایمیل ادرس دننه کړئ ترڅو خپل پاسورډ بیا تنظیم کړئ.

ننوتل

نوی پلې‌لیست اضافه کړئ

  • ننوتل
  • فارسی
  • English
  • Français
Donate
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
SAVED POSTS