د بریتانیا پخواني لومړي وزیر او د ملګرو ملتونو د نړیوالې زدهکړې ځانګړي استازي، ګورډن براون، له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان نجونو د زدهکړو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي او د هغو نجونو لپاره یو نړیوال صندوق جوړ کړي چې د اجباري ودونو له خطر سره مخ دي.
براون په هغې مقالې کې چې د طالبانو واک ته د بېرته ستنېدو د پنځمې کلیزې له نږدې کېدو سره هممهاله په «ګارډین» ورځپاڼه کې خپره شوې، لیکلي چې طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې د پرلهپسې فرمانونو له لارې پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لګولي او نړیوالې ټولنې تر اوسه اغېزناک غبرګون نه دی ښودلی.
هغه د ښځو د اعتراضونو د ځپلو، د نجونو د زدهکړو د منع، د ښځو د کار د بندیز او نورو ټولنیزو محدودیتونو یادونه کړې او ویلي یې دي چې افغانستان اوس مهال د ښځو د حقونو د محدودولو له سختو نظامونو څخه یو تجربه کوي.
براون زدهکړه د ماشومانو د ودونو د مخنیوي تر ټولو اغېزمنه وسیله بللې او ویلي یې دي چې د زدهکړې هر اضافي کال د وختي ودونو احتمال کموي. هغه د پاکستان او بنګلهدېش تجربو ته په اشارې سره د افغان نجونو لپاره د تعلیمي فرصتونو د پراخولو په موخه د ملاتړ پروګرامونو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي وړاندیز کړی چې د حکومتونو، پوهنتونونو او خیریه بنسټونو په همکارۍ دې یو نړیوال صندوق جوړ شي، څو د افغان نجونو، په ځانګړې توګه د هغو نجونو لپاره چې د اجباري ودونو له ګواښ سره مخ دي، بورسونه او نور تعلیمي فرصتونه برابر شي.
براون په پای کې ټینګار کړی چې د افغانستان د نجونو ملاتړ یوازې سیاسي مسئولیت نه، بلکې د نړیوالې ټولنې اخلاقي دنده هم ده.














