د افغانستان یو شمېر ښځو د شنبې په ورځ، د اګست پر ۸مه، د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په درشل کې د جرمني په فرانکفورت ښار کې اعتراض وکړ او د ښځو او نجونو د اساسي حقونو د بېرته راګرځېدو غوښتنه یې وکړه.
معترضانو د «زدهکړه، کار، ازادي» په څېر شعارونه ورکول او ویل یې چې له پنځو کلونو وروسته لا هم افغان ښځې او نجونې له زدهکړې، کار، ټولنیزو ازادیو او په ټولنه کې له برابر ګډون څخه محرومې دي.
د اعتراض تنظیموونکو ویلي، دا غونډه د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په درشل کې د مدني مبارزو د یوې اوونۍ پیل دی. د هغوی په وینا، افغان ښځې په افغانستان او بهر کې، له ځپلو او کډوالۍ سره سره، خپلو مدني اعتراضونو او د حقونو غوښتنې ته دوام ورکوي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې افغان ښځو پنځه کاله وړاندې هم د کابل په واټونو کې د طالبانو پر ضد اعتراضونه کړي وو. اوس که څه هم د ډېرو ښځو د اوسېدو ځای بدل شوی او د کډوالۍ له امله یې د مبارزې بڼه بدله شوې، خو غوښتنې یې لا هم هماغه دي.
معترضانو پر نړیوالې ټولنې هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې په تېرو کلونو کې د میلیونونو افغان ښځو او نجونو حقوق د سیاسي معاملو په ترڅ کې له پامه غورځول شوي دي. د دوی په باور، نړیوال سیاست د بشري حقونو پر ځای، تعامل او له طالبانو سره د نرم چلند ته لومړیتوب ورکړی دی.
دوی خبرداری ورکړ چې د طالبانو تدریجي مشروعیت ورکول یا له دې ډلې سره د اړیکو عادي کول باید د افغان ښځو او نجونو د حقونو په بیه ترسره نه شي.
په فرانکفورت کې د اعتراض ګډونوالو همداراز د کډوالۍ په ښارونو کې د مدني مبارزو پر دوام ټینګار وکړ. د تنظیموونکو په وینا، ښځې په کابل، هرات، مزارشریف، کندهار او د افغانستان په نورو ښارونو کې لا هم له پراخو محدودیتونو سره مخ دي او افغان کډوالې ښځې ځانونه د هغوی د غږ تر نړیوالې ټولنې پورې د رسولو مسؤل ګڼي.
دا اعتراض د یو شمېر ښځینه فعالانو او د بشري حقونو د مدافع بنسټونو، د بښنې نړیوال سازمان او «ښځه، ژوند، ازادي» ټولنې په همکارۍ په فرانکفورت کې ترسره شوی دی.
معترضانو په پای کې وویل، طالبان ښايي د افغانستان سیاسي او اداري واک په لاس کې ولري، خو د دوی په باور، دا ډله نه شي کولای د افغان ښځو د زدهکړې، کار، ازادۍ او بشري حقونو غوښتنه له منځه یوسي.















