د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د ډنمارک له لومړۍ وزیرې مته فریدریکسن او د ګرینلنډ له لومړي وزیر ینس فریدریک نیلسن سره یو امنیتي تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې په ګرینلنډ کې د امریکا د پوځي حضور د پام وړ پراختیا ته زمینه برابرېږي.
دغه تړون د سهشنبې په ورځ، د وږي په ۳۱مه، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې په څنډه کې لاسلیک شو.
د تړون له مخې د ګرینلنډ حاکمیت نه بدلېږي او دغه ټاپو د ډنمارک تر حاکمیت لاندې پاتې کېږي؛ خو امریکا به وکولای شي په دې سیمه کې خپل پوځي او امنیتي حضور پراخ کړي.
د تړون یوه مهمه برخه په ګرینلنډ کې د «طلایي ګنبد» توغندیز دفاعي سیستم د جوړولو امکان دی. د دغه سیستم موخه د بالستیک توغندیو پر وړاندې دفاع بلل شوې ده.
همداراز د امریکا لپاره په ګرینلنډ کې د دوو نورو پوځي مرکزونو د جوړولو زمینه برابرېږي. یو یې نارساارسواک دی چې د ټاپو په سوېل کې موقعیت لري او د سړې جګړې له وختونو څخه پخوانۍ هوايي اډه ده، او بل یې مسترسویګ دی چې د ګرینلنډ په ختیځ کې موقعیت لري او اوس د ډنمارک د «سیریوس» ځانګړې سپوږمیزې ګزمې د ډلې د فعالیت سیمه ده.
ټرمپ د تړون له لاسلیک مخکې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې وویل چې دغه هوکړه امریکا ته د ګرینلنډ د امنیت او نورو اړتیاوو په برخه کې «دایمي کنټرول» ورکوي.
هغه زیاته کړه چې د امریکا هېڅ سیال ته به اجازه ورنه کړل شي چې په ګرینلنډ کې پوځي حضور رامنځته کړي او یا د واشنګټن له لیکلې موافقې پرته د ټاپو په حساسو برخو کې پانګونه وکړي.
مته فریدریکسن ویلي چې نوی تړون د اوږدې مودې لپاره د دوام وړ کېدای شي. هغې په ورته وخت کې د ناټو پر اهمیت او د ګرینلنډ د خلکو پر خپل برخلیک د پرېکړې حق ټینګار کړی دی.
د ګرینلنډ لومړي وزیر ینس فریدریک نیلسن هم ویلي چې په شمالي قطب کې د ناټو د پیاوړي حضور ساتل بنسټیز اهمیت لري. نوموړي له تړون وروسته ټینګار کړی چې ګرینلنډ او امریکا باید د دواړو لورو ترمنځ د باور د بېرته رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي؛ هغه باور چې د ټرمپ د پخوانیو څرګندونو له امله زیانمن شوی و.
ګرینلنډ د شمالي اتلانتیک په سیمه کې، د شمالي امریکا او اروپا ترمنځ په یوه مهمه ستراتیژیکه لاره کې موقعیت لري. د دې ټاپو جغرافیایي موقعیت، طبیعي زیرمې او د شمالي قطبي سمندري لارو زیاتېدونکی اهمیت، ګرینلنډ د سترو قدرتونو د ستراتیژیکې سیالۍ له مهمو سیمو څخه ګرځولی دی.
امریکا لا له وړاندې د ګرینلنډ په شمال لوېدیځ کې د پیتوفیک فضايي اډه لري چې د توغندیو د خبرداري، توغندیزې دفاع او فضايي څارنې په برخو کې د واشنګټن او ناټو لپاره مهمه ده.
د نوي تړون له مخې د امریکا پوځي حضور کولی شي له دې اډې هم پراخ شي. ټرمپ ویلي چې امریکا د پراخ پوځي حضور او د دوو لویو پوځي اډو د جوړولو بهیر پیلېږي.
دغه سند د ۱۹۵۱ کال هغه دفاعي تړون هم بدلوي چې په ګرینلنډ کې یې د امریکا د پوځي حضور حقوقي چوکاټ جوړ کړی و. د نوي هوکړهلیک له مخې، واشنګټن په راتلونکي کې د نورو پوځي اډو د جوړولو غوښتنه هم کولی شي؛ خو د داسې اقداماتو جزئیات باید د اړوندو لورو ترمنځ په هوکړه وټاکل شي.
تړون د پای مشخصه نېټه نه لري او امریکايي الوتکو او بېړیو ته ګرینلنډ او د هغه ځمکنیو اوبو ته پراخ لاسرسی برابروي. همداراز له ناټو بهر هېوادونو ته به اجازه نه ورکول کېږي چې په ګرینلنډ کې پوځي تاسیسات جوړ کړي.
په اقتصادي برخه کې هم د حساسو برخو، لکه مهمو بنسټیزو تاسیساتو او طبیعي سرچینو د استخراج، پر بهرنۍ پانګونې محدودیتونه ټاکل شوي دي. د تړون له مخې، له ناټو بهر هېوادونه، د ناټو شریکان او د اروپايي ټولنې غړي به په دغو برخو کې د پام وړ کنټرول یا نفوذ نه شي ترلاسه کولی.
دغه تړون د واشنګټن، کوپنهاګن او نووک ترمنځ د څو میاشتو خبرو پایله ده. دا خبرې وروسته له هغې جدي شوې چې ټرمپ د ګرینلنډ د نیولو په اړه څرګندونې وکړې او حتی د اقتصادي او پوځي فشار احتمال یې هم مطرح کړ؛ هغه مسئله چې د امریکا او ډنمارک ترمنځ یې اړیکې او د ناټو دننه هم اختلافات رامنځته کړي وو.
د کوپنهاګن پوهنتون د سیاسي علومو استاد میکل ودبي راسموسن ویلي چې د ده په باور اوسنی بحران پای ته رسېدلی، خو بنسټیز اختلافات لا په بشپړ ډول نه دي حل شوي او امریکا ښايي په راتلونکي کې له دغه تړون څخه د نورو امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره کار واخلي.
د نوي تړون مهم بدلون دا دی چې امریکا د ګرینلنډ د الحاق پخوانۍ غوښتنې ته نه ده رسېدلې؛ خو په بدل کې یې په دې ستراتیژیک ټاپو کې د خپل پوځي حضور او امنیتي نفوذ د پراخولو لپاره نوی چوکاټ ترلاسه کړی دی.
له بلې خوا، ډنمارک او ګرینلنډ د حاکمیت د دوام او د ګرینلنډ د خلکو د خپل برخلیک د ټاکلو پر حق ټینګار کړی او د ټاپو امنیت یې د ناټو په چوکاټ کې ساتلی دی.
خو د تړون لاسلیک د قانوني پلي کېدو وروستی پړاو نه دی. د دې هوکړې عملي کېدل د ډنمارک او ګرینلنډ د پارلمانونو تایید ته اړتیا لري.
د دغه تړون اوږدمهاله اهمیت یوازې د امریکا او ډنمارک ترمنځ له څو میاشتنۍ شخړې سره نه محدودېږي. ګرینلنډ په داسې وخت کې د شمالي قطب د امنیتي سیالیو یوه مهمه سیمه ګرځي چې د اقلیمي بدلونونو، د سمندري لارو د پرانیستل کېدو او د سترو قدرتونو د زیاتېدونکې سیالۍ له امله د دې سیمې پوځي او اقتصادي ارزښت مخ په لوړېدو دی.
په دې توګه، د ګرینلنډ څو میاشتنی کړکېچ اوس له احتمالي نیولو او ګواښونو څخه د امنیتي هوکړې پړاو ته اوښتی؛ خو په ټاپو کې د امریکا د پوځي حضور پراخېدل ښيي چې د ګرینلنډ پر ستراتیژیک موقعیت او د شمالي قطب پر راتلونکي امنیتي جوړښت سیالي لا هم دوام لري.
















