اروپايي پارلمان د اکتوبر پر اتمه یوه پرېکړهلیک تصویب کړ چې له مخې یې د هغه څه پر وړاندې د یوې ګډې اروپايي ستراتیژۍ د جوړولو غوښتنه شوې چې د پرېکړهلیک ملاتړي یې «د اسلامپالو نفوذ» بولي.
دغه پرېکړهلیک د اروپايي پارلمان د تر ټولو لویې سیاسي ډلې، د اروپا د خلکو ګوند، له لوري وړاندې شوی و او د ۳۸۱ موافقو، ۱۶۷ مخالفو او ۱۵ ممتنعو رایو په ترلاسه کولو تصویب شو.
اروپايي استازو د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ د زیاتولو غوښتنه کړې، څو د اسلامپالو جریانونو او په ځانګړي ډول د اخوانالمسلمین د اغېز پر وړاندې ګډ اقدامات وشي.
د پرېکړهلیک له مهمو موضوعاتو څخه یوه د هغو ټولنو او سازمانونو د عامه مالي ملاتړ مخنیوی دی چې د پرېکړهلیک د ملاتړو په وینا، له دغو جریانونو سره اړیکې یا تړاو لري. که دا وړاندیز په مشخصو اجرایي اقداماتو بدل شي، د عامه مرستو پر وېش او له ځینو مدني سازمانونو سره د اروپايي حکومتونو پر همکارۍ اغېز لرلی شي.
دا رایهاچونه په داسې وخت کې ترسره شوې چې د اسلامپالنې، کډوالۍ، امنیت او په فرانسه او نورو اروپايي هېوادونو کې د مذهبي او مدني سازمانونو د رول موضوعات د سیاسي بحثونو له حساسو مسئلو څخه ګرځېدلي دي.
د پرېکړهلیک تصویب په ټوله اروپايي ټولنه کې د یوه الزامآور قانون د تصویب معنا نه لري، بلکې د یوې ګډې تګلارې د جوړولو په اړه د اروپايي پارلمان سیاسي دریځ څرګندوي. د دې دریځ د عملي اقداماتو لپاره به د اروپايي ټولنې او د غړو هېوادونو په کچه جلا پرېکړې او قانوني بهیرونه اړین وي.
له بلې خوا، د ۱۶۷ استازو مخالفت ښيي چې د «اسلامپالو نفوذ» د تعریف، د مقابلې د لارو چارو او د افراطیت پر وړاندې د مبارزې او د مدني او مذهبي ازادیو د ساتنې ترمنځ د کرښې په اړه سیاسي اختلافونه شته.
دا موضوع په ځانګړي ډول په فرانسه کې اهمیت لري؛ ځکه پرېکړهلیک د دغه هېواد د سیاسي او انتخاباتي سیالیو په درشل کې تصویب شوی او د اسلامپالنې پر وړاندې د مبارزې موضوع هم د فرانسې په سیاسي ډګر کې د بحث او اختلاف یوه مهمه مسئله ده.









