په ملګرو ملتونو کې د هند استازي ویلي چې په هرمز تنګي کې د سوداګریزو بېړیو هدف ګرځول، د ملکي عملې ګواښل او د کښتۍ چلونې د آزادۍ مختل کول «د منلو وړ نه دي.»
د هند استازي پرواتانني هریش د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیزې شورا په ځانګړې غونډه کې، چې د انرژۍ او کرنیزو سرو د بحران په اړه جوړه شوې وه، ټینګار کړی چې د هرمز تنګي اړوند نړیوال قوانین باید په بشپړ ډول رعایت شي.
هغه زیاته کړې چې د اوسني بحران د حل لپاره د لنډمهالو اقداماتو، بنسټیزو اصلاحاتو او نړیوالې همکارۍ ګډ ترکیب اړین دی.
هرمز تنګی د نړۍ له مهمو انرژۍ لېږدونکو لارو څخه ګڼل کېږي او د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه مصرفېدونکی نفت او ۳۵ سلنه نړیواله د کرنیزو سرو سوداګري له همدې لارې ترسره کېږي.
دغه اوبیزه لار وروسته له هغې له پراخو ستونزو سره مخ شوه چې د ایران له لوري وتړل شوه او پر سوداګریزو بېړیو بریدونه وشول.
هند، چې د نړۍ له سترو انرژۍ واردوونکو هېوادونو څخه دی، د هرمز د بحران له پراخېدو اندېښنه لري، ځکه د دې لارې هر ډول اختلال د دغه هېواد پر اقتصاد، انفلاسیون او خوراکي امنیت مستقیم اغېز کولای شي.
د هند استازي د کرنیزو سرو بحران ته هم اشاره کړې او خبرداری یې ورکړی چې د تاوتریخوالي دوام کولای شي د کرنې لپاره د حیاتي موادو نړیواله اکمالاتي ځنځیر هم ګډوډ کړي.
شنونکي وایي، د دهلينو دریځ ښيي چې د هرمز بحران اوس یوازې سیمهییزه شخړه نه ده، بلکې د نړیوالې سوداګرۍ او اقتصادي ثبات لپاره په جدي ګواښ بدل شوی دی.














