د سوریې ولسمشر احمد الشرع د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې وویل چې سوریه له کلونو جګړې او نړیوالې انزوا وروسته نوي پړاو ته داخله شوې ده؛ داسې پړاو چې د هېواد پر بیارغونه، د دولتي ادارو پر بیا فعالولو او له نړۍ سره د اړیکو پر پراخولو ولاړ دی.
الشرع وویل: «سوریه د بیا راپورته کېدو په حال کې ده.»
هغه زیاته کړه چې دمشق اوس له څه باندې ۱۰۰ هېوادونو سره اړیکې لري او له ۶۰ څخه د زیاتو ډیپلوماتیکو استازولیو کوربه دی. د نوموړي په وینا، سوریې په نړیواله ټولنه کې خپل ځای بېرته ترلاسه کړی او له اروپايي ټولنې سره یې همکاري هم پراخه شوې ده.
د سوریې ولسمشر د بندیزونو د وضعیت په اړه هم وویل چې د «قیصر قانون» لغوه شوی او د سوریې نوم نور د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو په نوملړ کې نه دی.
«قیصر قانون» په ۲۰۱۹ کال کې په امریکا کې تصویب شوی و او د بشار اسد د حکومت او له هغه سره د تړلو کسانو او ادارو پر وړاندې یې بندیزونه لګولي وو.
الشرع وویل شاوخوا درې نیم میلیونه کډوال او داخلي بېځایه شوي کسان په خوندي او له عزت سره خپلو سیمو ته ستانه شوي دي. هغه زیاته کړه چې دمشق د کډوالو د کمپونو د پای ته رسولو لپاره هم یو پروګرام پیل کړی دی.
د سوریې ولسمشر د بېځایه شویو کسانو ستنېدل د هېواد د وضعیت د بدلون له نښو څخه وبلل؛ خو د سوریې د بیارغونې بهیر لا هم له امنیتي، سیاسي او اقتصادي ستونزو سره مخ دی.
د اسرائیلو په اړه الشرع ټینګار وکړ چې د جولان لوړې لا هم د سوریې خاوره ده او دمشق به هېڅ هغه اقدام ونه مني چې د سوریې حاکمیت او نړیوال قوانین نقض کړي.
هغه ادعا وکړه چې په سوریه کې د حکومت له بدلون وروسته اسرائیلو شاوخوا ۵۰۰ هوايي او توپچي بریدونه کړي او تر ۱۲۰۰ ډېر ځله یې د سوریې خاورې ته ننوتلي دي. الشرع همداراز وویل چې شاوخوا ۳۰۰ کسان د دغو اقداماتو پر مهال نیول شوي دي.
د نوموړي په وینا، دغه بریدونه د سوریې له نړیوالې ټولنې سره د بېرته یوځای کېدو له بهیر سره په ټکر کې دي او دمشق ته هغه پخوانۍ دوره ورپه یادوي چې سوریه غواړي شاته یې پرېږدي.
الشرع وویل سوریه به د اسرائیلو له لوري د موجود وضعیت د تحمیل هڅه ونه مني او دغه بریدونه یې د سیمې د سولې او امنیت د کمزوري کېدو یو عامل وبلل.
د سوریې د ولسمشر څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې دمشق د بشار اسد د حکومت له سقوط وروسته هڅه کوي له سیمهییزو او لوېدیځو هېوادونو سره خپلې اړیکې بېرته ورغوي او د پانګونې او اقتصادي بیارغونې لپاره زمینه برابره کړي.
په ورته وخت کې دمشق او اسرائیلو د امنیتي مسئلو په اړه خبرې هم کړې دي. الشرع په نیویارک کې وویل چې دغه خبرې په یوه پړاو کې هوکړې ته نږدې شوې وې، خو د نوموړي په وینا، اسرائیلو له دوام څخه یې شاتګ وکړ.
د الشرع د وینا عمومي پیغام دا و چې سوریه غواړي ځان له کلونو انزوا وروسته د بیارغونې او نړیوالې اړیکې د نوي پړاو په توګه معرفي کړي. خو د جولان، امنیتي مسئلو او د اسرائیلو د پوځي اقداماتو په اړه د هغه څرګندونې ښيي چې د حاکمیت او امنیت موضوعات لا هم د سوریې د نوي وضعیت د ټینګښت له مهمو ننګونو څخه دي.
















