د افغانستان لپاره د امریکا پخواني سفیر جان بس خبرداری ورکړی چې د افغانستان د روانو تحولاتو له پامه غورځول ښايي د امریکا ملي امنیت ته زیانمنې پایلې ولري. نوموړي د امریکا له نوي کانګرېس غوښتي چې د تېروتنو ارزونه وکړي او د افغانستان په اړه د واشنګټن د سیاست د بیاکتنې لپاره زمینه برابره کړي.
بس د افغانستان نړیوال ټلوېزیون له خبریال سره په خبرو کې، د افغانستان په اړه د امریکا د سیاست د احتمالي بدلون په اړه یوې پوښتنې ته ویلي، دا ډول بدلون هغه مهال شونی دی چې په خپله افغانستان کې شرایط بدل شي. هغه هیله څرګنده کړې چې په راتلونکو میاشتو کې به دا موضوع په امریکا او کانګرېس کې تر بحث او بیاکتنې لاندې ونیول شي.
د امریکا پخواني سفیر د افغانستان اړوند پروګرامونو لپاره د دواړو ګوندونو د ملاتړ د بېرته پیاوړي کولو غوښتنه هم کړې ده. هغه هغو افغانانو ته د واشنګټن ژمنو ته اشاره کړې چې د امریکا د شل کلن حضور پر مهال یې له دغه هېواد سره همکاري کړې وه او ویلي یې دي چې امریکا باید د هغوی پر وړاندې خپلو مسوولیتونو ته ژمنه پاتې شي.
بس په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه د امریکا امنیتي اندېښنې هم یادې کړې او د ۱۹۹۰مې لسیزې تجربې ته یې اشاره کړې ده. د هغه په وینا، په هغه پېر کې د افغانستان له پامه غورځولو د امریکا لپاره امنیتي پایلې لرلې.
د بس څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان په اړه د واشنګټن سیاست له بدلونونو او بیاکتنو سره مخ شوی دی. خو لا هم روښانه نه ده چې نوی کانګرېس به د امریکا د حکومت پر سیاست څومره اغېز وکړای شي.
د افغانستان په اړه د امریکا د پالیسۍ د احتمالي بدلون مسئله یوازې د کانګرېس پر بحثونو پورې نه ده تړلې؛ په افغانستان کې د شرایطو بدلون، امنیتي اندېښنې او د هغو افغانانو پر وړاندې د امریکا ژمنې چې له دغه هېواد سره یې همکاري کړې، د دې بحث مهم اړخونه دي.







