د بشري حقونو په چارو کې د فرانسې ځانګړې سفیرې ایزابل روم د طالبانو د واک ته د بېرته رسېدو د پنځمې کلیزې په درشل کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان ښځو او نجونو وضعیت خپل له مهمو لومړیتوبونو څخه وساتي.
روم د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه یوې غونډې ته په وینا کې د ښځو او نجونو پر حقونو د طالبانو محدودیتونه وغندل او ویې ویل چې فرانسه په دې برخه کې «په هېڅ ډول جوړجاړی نه کوي».
هغې د طالبانو د امربالمعروف قانون د هغه څه یوه بېلګه وبلله چې نوموړې یې د ښځو او نجونو پر حقونو «منظم برید» بولي. روم وویل فرانسه هڅه کوي چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په اړوندو پرېکړهلیکونو کې د ښځو د حقونو موضوع په څرګند ډول شامله شي.
د فرانسې د بشري حقونو سفیرې همداراز د طالبانو پر وړاندې د فرانسې او څو نورو هېوادونو حقوقي اقداماتو ته اشاره وکړه. د هغې په وینا، فرانسه له پنځو نورو هېوادونو سره یوځای په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د ادعا شویو سرغړونو موضوع د جرمونو نړیوالې محکمې ته راجع کړې ده.
فرانسې تر دې مخکې له چیلي، کوسټاریکا، هسپانیا، لوګزامبورګ او مکسیکو سره یوځای د جرمونو نړیوالې محکمې د څارنوال له لوري د طالبانو د مشرانو لپاره د نیولو د حکم د غوښتنې له بهیر څخه ملاتړ هم کړی و.
روم په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو د شورا له لوري د افغانستان په اړه د یوه څېړنیز میکانیزم له جوړېدو هم ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې پاریس به د دغه میکانیزم د فعالیتونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د هغې په وینا، د دې بهیر موخه د سرغړونو مستند کول، د حقیقت او عدالت موندل او د معافیت له فرهنګ سره مبارزه ده.
روم ویلي چې په نړۍ کې د روانو ګڼو بحرانونو او هره ورځ د خپرېدونکو دردوونکو خبرونو ترمنځ باید د افغان ښځو وضعیت له یاده ونه ایستل شي. هغې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان ښځو د حقونو سرغړونې روښانه کړي او د هغو کسانو لپاره د حساب ورکولو زمینه برابره کړي چې په دغو سرغړونو کې لاس لري.
هغې ټینګار کړی چې د ښځو حقونه باید نه فرعي موضوع وګرځول شي او نه مشروط وي، بلکې د یوه عادلانه، باثباته او دوامدار نړیوال نظام نه بېلېدونکې برخه ده.
د فرانسې دا دریځ په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر زده کړو، کار، تګ راتګ او په عامه ژوند کې پر ګډون محدودیتونه لا هم د بشري حقونو د بنسټونو او د یو شمېر هېوادونو د نیوکو له مهمو موضوعاتو څخه دي.
ایزابل روم تر دې مخکې هم ویلي چې افغان ښځې باید د خپل هېواد د راتلونکي په اړه په پرېکړو کې ونډه ولري او فرانسه د هغو نړیوالو هڅو ملاتړ کوي چې د ادعا شویو بشري حقونو د سرغړونو د مستند کولو او حقوقي تعقیب لپاره ترسره کېږي.
د پاریس له لوري د حقوقي تعقیب او مستندسازۍ پر دوام ټینګار ښيي چې د افغان ښځو د حقونو موضوع د افغانستان په اړه د فرانسې د پالیسۍ له مهمو برخو څخه پاتې ده؛ خو د دغو اقداماتو عملي اغېز به د ملګرو ملتونو، نړیوالو قضايي بنسټونو او د اړوندو هېوادونو د همکارۍ له بهیر سره تړاو ولري.

















