د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اعلان کړی چې په ۲۰۲۶ کال کې د نړۍ شاوخوا ۴۲۶ میلیونه ښځې او نجونې په سخته بېوزلۍ کې ژوند کوي. دغه بنسټ د بېوزلۍ د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت له حکومتونو او نړیوالو ادارو غوښتي چې د ټولنیز ملاتړ، روغتیا او زدهکړو په برخو کې خپلې پانګونې زیاتې کړي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د شنبې په ورځ، د تلې پر ۲۵مه، په یوه پیغام کې ټینګار کړی چې ښځې له دوهګوني بحران سره مخ دي؛ له یوې خوا د بېوزلو په منځ کې د هغوی ونډه لوړه ده او له بلې خوا د بېوزلۍ د له منځه وړلو په اړه د پرېکړو په بهیر کې د هغوی ونډه محدوده ده.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۴ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ په نړۍ کې د سختې بېوزلۍ کچه راټیټه شوې ده. دا کمښت د ماشومانو او تنکیو ځوانانو ترمنځ ډېر و، او د صفر او ۱۴ کلونو ترمنځ د عمر په ډله کې د بېوزلۍ کچه له پنځو څخه تر اتو سلنې پورې راټیټه شوې ده. په داسې حال کې چې د لویانو ترمنځ دا کمښت له څلورو څخه تر شپږو سلنې پورې و.
له دې پرمختګ سره سره، په ۲۰۲۴ کال کې لا هم د نړۍ ۹.۹ سلنه ښځې او ۹.۵ سلنه نارینه په سخته بېوزلۍ کې ژوند کاوه. د راپور له مخې، د افریقا د صحرا سوېل ته په پرتو هېوادونو کې ۲۹۵ میلیونه ښځې او نجونې له بېوزلۍ سره مخ دي.
د ښځو او نارینهوو ترمنځ د بېوزلۍ تر ټولو لوی توپیر د ۱۵ او ۳۴ کلونو ترمنځ د عمر په ډله کې لیدل شوی دی. په دې ډله کې د ښځو د بېوزلۍ کچه نږدې دوه سلنه لوړه ده.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې خبرداری ورکړی چې شته شمېرې ښايي د ښځو د بېوزلۍ ټول اړخونه څرګند نه کړي؛ ځکه په محاسبو کې داسې انګېرل کېږي چې د کورنۍ سرچینې په مساوي ډول د غړو ترمنځ وېشل کېږي. خو په واقعیت کې، په کورنیو کې د واک نابرابري او هغه دودونه چې نارینهوو ته د سرچینو پر کنټرول ډېر واک ورکوي، د ښځو اقتصادي وضعیت لا خرابولای شي.
دغه بنسټ اټکل کړی چې که اوسنی بهیر دوام وکړي، تر ۲۰۳۰ کال پورې د سختې بېوزلۍ له منځه وړل به ستونزمن وي. د راپور له مخې، که د بېوزلۍ لپاره د ورځې ۸.۳۰ ډالرو په څېر لوړ معیار وکارول شي، د نړۍ له ۴۰ سلنې څخه ډېر وګړي به په بېوزلۍ کې وشمېرل شي.
راپور د پرېکړهنیونکو بنسټونو په جوړښتونو کې د ښځو د کمې ونډې یادونه هم کړې ده. په ټوله نړۍ کې ښځې د اقتصادي چارو د مسؤلو وزیرانو یوازې ۱۹ سلنه او د ټولنیز ملاتړ او تأمین د مسؤلو وزیرانو ۴۰ سلنه جوړوي.
د راپور له مخې، په هغو هېوادونو کې چې ښځې د پارلمان له ۲۰ سلنې څخه ډېرې څوکۍ لري، د واکسین کولو کچه د هغو هېوادونو په پرتله تر ۱۲ سلنه لوړه ده چې په پارلمانونو کې د ښځو ونډه پکې کمه ده. په مالي او سیاسي مشرتابه کې د ښځو حضور د روغتیا او زدهکړو لپاره د عامه لګښتونو له زیاتوالي او د ماشومانو د مړینې له کمښت سره هم تړاو لري.
راپور وايي، کله چې ښځې په کورنیو کې پر لګښتونو ډېر کنټرول ولري، د کورنۍ د سرچینو لویه برخه خوراکي توکو، د ماشومانو زدهکړو او روغتیايي خدمتونو ته ځانګړې کېږي. له همدې امله، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه په ټولنیز ملاتړ، روغتیا او زدهکړو کې عامه پانګونه د ښځو د بېوزلۍ پر وړاندې له اغېزناکو لارو چارو څخه ګڼي.
افغانستان هم له پراخې بېوزلۍ سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د ۲۰۲۶ کال د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲۸ میلیونه وګړي، چې د هېواد نږدې درې پر څلورمه برخه نفوس جوړوي، د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه درلود. په راپور کې د ښځو پر کار او زدهکړو محدودیتونه، د نړیوالو مرستو کمښت او اقلیمي ستونزې، په ځانګړي ډول وچکالي، د خلکو د اقتصادي وضعیت د خرابېدو له لاملونو ګڼل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د جنسیتي وضعیت په ارزونه کې هم ویلي وو چې یوازې ۲۴ سلنه افغان ښځې په کاري ځواک کې ونډه لري، په داسې حال کې چې د نارینهوو دا کچه ۸۹ سلنه ده.
د ښځو له زدهکړو، کار او اقتصادي فرصتونو محرومول نه یوازې جنسیتي نابرابري زیاتوي، بلکې د کورنیو وړتیا هم محدودوي چې خپل اقتصادي او معیشتي وضعیت ښه کړي. د دغه راپور موندنې یو ځل بیا د ښځو د اقتصادي فرصتونو، په پرېکړو کې د هغوی د ونډې او د بېوزلۍ پر وړاندې د مبارزې ترمنځ اړیکه څرګندوي.
سرچینه: نیمروز















