د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د امریکا د بریدونو او اقتصادي فشارونو په غبرګون کې ویلي چې ایران به تسلیم نه شي.
پزشکیان د یکشنبې په سهار، د وږي په ۲۲مه، پر اېکس په یوه خپاره کړي پیغام کې د هغو بریدونو په اړه نیوکه کړې چې د ده په وینا، ملکي بنسټونه، خوراکي توکي او د خلکو د ژوند اړتیاوې یې په نښه کړي دي.
هغه امریکا ته په خطاب کې ویلي: «که امریکایان جګړه غواړي، زموږ له زړورو پوځي ځواکونو سره دې مخامخ شي. ولې له ملکي بنسټونو، خوراکي توکو او د خلکو له معیشت سره جګړه کوي؟»
د ایران ولسمشر ټینګار کړی چې پوځي او اقتصادي فشارونه به تهران تسلیمېدو ته اړ نه کړي.
د پزشکیان څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ روانه جګړه، د پوځي اهدافو ترڅنګ، پر ملکي بنسټونو او د خلکو د ژوند پر وضعیت د احتمالي زیانونو په اړه هم اندېښنې زیاتې کړې دي.
د پزشکیان پیغام ښيي چې تهران هڅه کوي د پوځي غبرګون ترڅنګ، پر ملکي اهدافو د بریدونو او پر خلکو د اقتصادي فشار موضوع هم د خپلو سیاسي نیوکو په مهم محور بدله کړي.
که بریدونه دوام وکړي، پر بنسټیزو تاسیساتو او د ملکي وګړو پر ژوند د زیانونو پراخېدل کولای شي د جګړې د سیاسي او انساني بیې د زیاتېدو لامل شي او پر ښکېلو لورو کورني او نړیوال فشارونه لا ډېر کړي.

















