یو شمېر هغه ښځې چې د طالبانو له محکمو څخه یې د طلاق غوښتنې رد شوې دي، وايي قاضیانو یې د ستونزو د بیان لپاره کافي فرصت نه دی ورکړی او په ځینو مواردو کې، سره له دې چې د سخت کورني تاوتریخوالي شکایت یې کړی، د مېړونو اطاعت ته سپارښتنه شوې ده.
دغې ښځې وايي، د بدن پر مخ د تاوتریخوالي د نښو له شتون سره سره، د مېړونو پر وړاندې یې د شکایتونو د څېړلو او د ملاتړ د ترلاسه کولو پر ځای، د طالبانو له قاضیانو څخه د مېړونو د اطاعت سپارښتنه اورېدلې ده. د دوی په وینا، دې چلند د محکمې له مراجعه وروسته د دوی ژوند لا ستونزمن کړی دی.
سمیرا، چې مستعار نوم دی، وايي په ډېرو ستونزو یې ځان د طالبانو تر محکمې رسولی و او تمه یې لرله چې قاضي به یې وضعیت درک کړي او د مېړه د تاوتریخوالي په اړه به یې شکایت وڅېړي.
د سمیرا په وینا، قاضي د هغې پر بدن د سوځېدو او وهلو نښې لیدلې، خو ورته یې ویلي: «خامخا دې داسې څه کړي چې مېړه دې دې کار ته اړ شوی وي.»
هغه وايي، قاضي ورته ویلي: «یا به له خپل مېړه سره ژوند کوې، یا به دوه درې میاشتې په بند کې اوسېږې، څو د خپل مېړه قدر زده کړې.»
سمیرا وايي، د طلاق د غوښتنې له ردېدو وروسته د مېړه تاوتریخوالی لا زیات شوی دی. د هغې په وینا، مېړه یې څو ځله ګواښ کړی چې که د هغه غوښتنې ونه مني، نو طالبان به پرې خبر کړي او هغه به بندي کړي.
سمیرا د خپل وضعیت په اړه وايي چې ځان ورته د انسان پر ځای د یوه داسې شي په څېر ښکاري چې مېړه یې هر وخت د غوسې د تشولو لپاره وهي. هغه وايي، له دې ژوند څخه تر مرګه ستړې شوې ده.
د سمیرا په وینا، مېړه یې په نشهيي توکو روږدی دی او له واده وروسته پرې خبره شوې ده. هغه وايي، مېړه یې له بېکارېدو وروسته د نشهيي توکو د برابرولو لپاره د کور وسایل یو په بل پسې پلورلي او هر ځل چې هغې ورسره مخالفت کړی، وهل شوې ده.
سمیرا ادعا کوي چې د دغو تاوتریخوالو له امله یې دوه ځله حمل سقط شوی دی. د هغې په وینا، وروستی ځل هغه مهال سخت وهل شوې چې خپل د سرو زرو غوږوالۍ یې مېړه ته نه ورکولې؛ هغه وايي مېړه یې د برېښنا په تار او ګرمو اوبو هم زیان رسولی دی.
سمیرا وايي لا هم یې پر لاسونو او پښو د سوځېدو نښې پاتې دي او مېړه یې په لرګي، برېښنايي تار، سوکونو او لغتو وهي.
بله ښځه، سهیلا چې دا هم مستعار نوم دی، وايي د طلاق غوښتنه یې د طالبانو له محکمې رد شوې ده. هغه درې ماشومان لري او وايي مېړه یې کله څو ورځې او کله څو اوونۍ پرته له څرګند وضاحت څخه له کوره بهر وي.
سهیلا وايي، خپله کار کوي او د ماشومانو د ژوند لګښتونه برابروي، خو هر ځل چې مېړه یې کور ته راستون شي، شخړه رامنځته کېږي او هغه او ماشومان یې له تاوتریخوالي سره مخ کېږي.
د هغې په وینا، کله چې له مېړه څخه د ماشومانو د لګښت د برابرولو او د اوږدو غیرحاضریو په اړه پوښتنه کوي، وهل کېږي. هغه وايي، ماشومان یې هم د مېړه له تاوتریخوالي خوندي نه دي او کله ناکله یې په څپېړو یا نورو شیانو وهي.
سهیلا وايي، د خپلو حقونو د پوهېدو لپاره یې محکمې ته مراجعه کړې وه، خو د هغې په وینا، قاضي اجازه ورنه کړه چې خپلې ستونزې بشپړې بیان کړي او پر ځای یې د مېړه اطاعت ته وهڅوله.
د سهیلا په وینا، مېړه یې محکمې ته ویلي وو چې د کورنۍ د لګښتونو د برابرولو لپاره سفر کوي، خو هغه دا ادعا ناسم ګڼي.
سهیلا وايي، کله چې یې غوښتل خپلې ستونزې قاضي ته بیان کړي، ورته وویل شول: «ته ښځه یې او لا هم خبرې کوې؟ اجازه نه لرې چې څه ووایې.»
هغه وايي، زدهکړې یې کړې دي او پر خپلو حقونو پوهېږي، خو تر اوسه یې د خلکو د خبرو له وېرې چوپتیا غوره کړې وه. نوموړې وايي اوس نور د زغم توان نه لري او نه پوهېږي چې چېرته ولاړه شي او له چا مرسته وغواړي.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر وايي، د طالبانو محکمې داسې اصل نه لري چې د ښځو د ملاتړ او د هغوی د بشري او شرعي حقونو د تأمین لپاره کار وکړي.
د اکبر په وینا، د طالبانو اساسي موخه تر ډېره د ټولنې کنټرول، د نارینهوو د ګټو ساتنه او د ښځو د سرغړونې مخنیوی دی. هغه وايي، طالبان د ښځو ځینې کړنې د کورنۍ د له منځه تلو له لاملونو څخه ګڼي او همدا لیدلوری د کورنیو قضیو پر وړاندې د دوی پر چلند اغېز کوي.
اکبر وايي، هغه مقررات چې طالبانو د جوړو د بېلتون لپاره وضع کړي، د ښځو لپاره یې د طلاق شرایط لا سخت کړي دي. د هغې په وینا، ښځې محکمې ته د مراجعه پر مهال له محدودیتونو سره مخ دي، وکیل ته لاسرسی نه لري او اړې دي خپلې ستونزې له نارینه قاضي سره شریکې کړي.
د هغې په وینا، موجود قضايي جوړښت په ډېرو مواردو کې ښځې په ځپونکو او له تاوتریخوالي ډکو ودونو کې پاتې کېدو ته اړ کوي او تر هغه چې د طالبانو لیدلوری بدل نه شي، ښځو ته به د خپلو بشري او شرعي حقونو د خوندي کولو لپاره له قضايي نظام څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې امکان ډېر محدود وي.
د ښځو د بشري حقونو د څار ادارې د ښځو د برخې مسؤلې هدر بار هم تر دې مخکې د طالبانو د «د جوړو د بېلتون اصولنامې» په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه. هغې ویلي وو چې دغه مقررات ان په داسې مواردو کې چې مېړه ورک شوی، کورنۍ یې پرېښې وي یا کورنی تاوتریخوالی موجود وي، د ښځو بېلتون ستونزمنوي.
د دغې اصولنامې له مخې چې د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده له تأیید وروسته نافذه شوې، په ډېرو مواردو کې د ښځې د بېلتون حق د طالبانو د قاضي نظر، د مېړه رضایت، اقرار، شاهدانو یا قسم پورې تړل شوی دی.
د دغو ښځو روایتونه ښيي چې موضوع یوازې د طلاق د یوې غوښتنې ردول نه دي. کله چې یوه ښځه له کورني تاوتریخوالي څخه د وتلو لپاره قضايي لارې ته مراجعه کوي، خو هماغه لاره د هغې د تاوتریخوالي ادعاوو د څېړلو پر ځای د ګډ ژوند او د مېړه د اطاعت سپارښتنه کوي، نو له تاوتریخوالي ډکې اړیکې څخه د خوندي وتلو امکان لا محدودېږي. په داسې حالت کې د طلاق ردول یوازې قضايي پرېکړه نه پاتې کېږي، بلکې د هغو ښځو لپاره چې لا له وړاندې له تاوتریخوالي سره مخ دي، د بېرته هماغه تاوتریخجن چاپېریال ته د ستنېدو خطر هم زیاتوي.

















