په ایران کې د افغان ښځو دوو اعتراضي غورځنګونو د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط او د طالبانو د بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت په یوه ګډه اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر طالبانو فشار زیات کړي او له دې ډلې سره د اړیکو د عادي کېدو مخه ونیسي.
«د افغانستان د ښځو د غږ غورځنګ» او «د افغانستان د معترضو ښځو خپلواک غورځنګ» دغه اعلامیه د ۲۰۲۶ کال د اګست پر ۱۵مه په تهران کې خپره کړې ده.
په اعلامیه کې طالبان یوه «غاصبه» ډله او د خلکو او نړیوالې ټولنې له مشروعیت څخه بې برخې بلل شوي او له دې ډلې سره د اړیکو د عادي کولو، د طالبانو د کړنو د سپین ښودلو او هغوی ته د ډیپلوماتیکو څوکيو د ورکولو هر ډول هڅه غندل شوې ده.
د ښځو دغو اعتراضي غورځنګونو ویلي چې له طالبانو سره تعامل باید د دې ډلې د واکمنۍ د منلو یا په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت له پامه غورځولو په معنا نه وي.
په اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتل شوي چې په افغانستان کې د «جنسیتي اپارتاید» په توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو لپاره یو حقوقي چوکاټ په رسمیت وپېژني.
دوی د ښځو له زده کړو، کار او په عامه ژوند کې له ګډون څخه سیستماتیک محرومیت د بشري حقونو له جدي سرغړونو څخه بللی او له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له بنسټونو یې غوښتي چې د طالبانو د مشرانو قضیې په نړیوالو حقوقي مراجعو کې تعقیب کړي.
د مهاجرینو په اړه هم په اعلامیه کې له افغان کډوالو او پناه غوښتونکو څخه د ملاتړ غوښتنه شوې ده.
اعتراضي غورځنګونو له کوربه هېوادونو، په ځانګړي ډول له ایران، او نړیوالو بنسټونو غوښتي چې له هغه څه چې دوی یې «د پناه غوښتونکو سیاسي وسیله کول» بولي، ډډه وکړي او د افغان مهاجرینو قانوني حقونه، انساني کرامت او امنیت تضمین کړي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د طالبانو پنځه کلنې واکمنۍ ونه شوای کولای د افغانستان د خلکو د ازادۍ او عدالت غوښتنې اراده له منځه یوسي.
د اعلامیې تنظیموونکو ټینګار کړی چې دا اعلامیه یوازې د جمهوري نظام د سقوط د پنځمې کلیزې یادونه نه ده، بلکې د دوی په وینا، د طالبانو د واکمنۍ تر پای او د خلکو د ازادو رایو، ټولنیز عدالت او د وګړو د برابرۍ پر بنسټ د یوه حکومت تر جوړېدو پورې د «دوامدارې مبارزې د بیا ژمنې» په معنا ده.
دغه دریځونه په داسې حال کې اعلانېږي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته، د دې ډلې او د مدني ټولنې د یوې برخې او سیاسي مخالفو جریانونو ترمنځ اختلافونه لا هم دوام لري.
د ښځو د حقونو وضعیت، له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل څرنګوالی او د افغان مهاجرینو وضعیت د دغو اختلافونو له مهمو موضوعاتو څخه دي.















