د افغانستان د ملي پخلاینې د عالي شورا پخواني رئیس عبدالله عبدالله د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت ویلي، دا ورځ د هېواد د خلکو هغه فداکارۍ او قربانۍ را یادوي چې د ازادۍ، عدالت او برابرۍ لپاره یې ترسره کړې دي.
عبدالله عبدالله د فېسبوک په خپله پاڼه کې په یوه پیغام کې ویلي چې د خپلواکۍ د ورځې نمانځنه د افغانستان د خلکو د هغو بې شمېره هڅو او قربانیو د یادولو فرصت دی چې د ازادۍ او عدالت د ترلاسه کولو لپاره ترسره شوې دي.
هغه په خپل پیغام کې د افغانستان د خلکو پر یووالي، اتحاد او ملي پیوستون هم ټینګار کړی او له ټولو افغانانو یې غوښتي چې خپلمنځي همغږي او یووالی وساتي.
عبدالله عبدالله همداراز د ازادۍ او عدالت پر ارزښتونو ټینګار کړی او د خپلواکۍ د ورځې یادونه یې د دې ارزښتونو د ترلاسه کولو لپاره د افغانانو د مبارزو او هڅو د بیا را یادولو فرصت بللی دی.
د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۷مه کلیزه سږ کال په داسې حال کې نمانځل کېږي چې هېواد لا هم له پراخو سیاسي او ټولنیزو ننګونو سره مخ دی.
افغانستان په ۱۲۹۸ لمریز کال کې، د امان الله خان د واکمنۍ پر مهال، له بریتانیا څخه خپله خپلواکي بېرته ترلاسه کړه او د زمري ۲۸مه د افغانستان په کلیزه کې د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ورځې په توګه نمانځل کېږي.















