امریکايي رسنۍ انپيآر راپور ورکړی چې له زرو ډېر افغان پناه غوښتونکي، چې د امریکايي ځواکونو پخواني همکاران او د دغه هېواد د پوځيانو د کورنیو غړي هم پکې شامل دي، لا هم د قطر په «السیلیه» کمپ کې بل هېواد ته د انتقال په تمه دي.
د دغه راپور له مخې، دغه کسان په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د انتقال او بیا مېشتېدو په بهیر کې شامل شوي وو، خو د هغوی د یوې برخې وروستی برخلیک لا هم نه دی مشخص شوی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغو پناه غوښتونکو لپاره د حل لارې موندلو او په بل هېواد کې د بیا مېشتېدو په اړه خبرې لا هم روانې دي.
د قطر په کمپ کې د دغو کسانو پاتې کېدل، د افغانستان څخه د امریکا د وتلو له څو کلونو وروسته، د هغو افغانانو د انتقال او بیا مېشتېدو د بهیر پېچلتیا ښيي چې له امریکايي ځواکونو سره د همکارۍ یا له امریکايي پوځيانو سره د کورنۍ اړیکو له امله د انتقال په پروګرامونو کې شامل شوي دي.
تر اوسه د ټولو پاتې افغانانو لپاره د انتقال وروستۍ نېټه او د بیا مېشتېدو هېواد مشخص شوی نه دی.















