د ایران حکومتي رسنیو د افغانستان د وګړي قائم حسیني د اعدام خبر ورکړی دی. نوموړی د اصفهان د «میدان علیخاني» په نوم له یوې قضیې سره تړاو درلود.
د ایران د قضایي قوې اړوند میزان خبري اژانس ویلي چې قائم حسیني، چې په «آرین» مشهور و، د «محاربه» او «فساد فی الارض» په ګډون د یو شمېر تورونو له امله د اعدام په سزا محکوم شوی و او حکم یې د پنجشنبې په سهار، د زمري پر ۲۹مه، پلی شوی دی.
د میزان د راپور له مخې، ایراني قضایي چارواکو هغه د وسلې په راایستلو، د وېرې او ناامنۍ په رامنځته کولو او د یوه خیریه بنسټ په قصدي اورلګېدنه کې پر ګډون تورن کړی و.
د ایران حکومتي رسنیو په لومړني راپور کې د قائم حسيني تابعیت نه و یاد کړی، خو خپاره شوي نور راپورونه هغه د افغانستان وګړی معرفي کوي.
قائم حسيني د تېر کال د مرغومي میاشتې په اعتراضونو کې هم له نیول شویو کسانو څخه بلل شوی دی.
تر دې مخکې د افغانستان ۲۳ کلن وګړی ګل محمد محمدي هم د همدې قضیې په تړاو اعدام شوی و.
د ایران رسنیو تر اوسه د «میدان علیخاني» له قضیې سره په تړاو د پنځو کسانو د اعدام خبر ورکړی دی.
د ایران د بشري حقونو د سازمان د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په ایران کې لږ تر لږه ۸۴ افغان وګړي اعدام شوي دي.
دغه سازمان ویلي چې پر دغو کسانو لګېدلي تورونه تر ډېره د نشهيي توکو اړوند جرمونو، وژنې یا قصاص او جنسي تېري له قضیو سره تړاو لري.
په ایران کې د افغان وګړو اعدامونو په وروستیو کلونو کې د بشري حقونو د بنسټونو اندېښنې او نیوکې راپارولې دي.















