Donate
سه شنبه, نوومبر 24, 2026
  • فارسی
  • English
  • Français
  • ننوتل
تلویزیون نیمروز
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
تلویزیون نیمروز
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
اصلی صفحه امریکا

د هرمز د بیا پرانیستلو پر سر د ایران شرطونه د واشنګټن د وتلو پلان پېچلی کوي

په واسطه د Satayesh Marzapoor
اگست 10, 2026
0
A A
0
شرط‌های ایران برای بازگشایی تنگه هرمز، مذاکرات با آمریکا را پیچیده‌تر کرد

U.S. President Donald Trump attends an event to sign executive orders related to birthright citizenship and the polysilicon industry, in the Oval Office at the White House in Washington, D.C., U.S., August 6, 2026. REUTERS/Evelyn Hockstein

وال‌سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره د ایران له خوا د نویو شرطونو مطرح کېدو، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لپاره د جګړې د پای ته رسولو او له شخړې څخه د وتلو هڅې لا پېچلې کړې دي.

د دې ورځپاڼې په وینا، ټرمپ په وروستیو اوونیو کې له خپلو لوړپوړو سلاکارانو سره په شخصي خبرو کې دا احتمال مطرح کړی چې امریکا ښايي حتی له هسته‌یي هوکړې پرته له جګړې ووځي؛ په دې شرط چې ایران هرمز تنګی په بشپړ ډول بېرته پرانیزي.

وال‌سټریټ ژورنال لیکلي چې د هسته‌یي مذاکراتو له سختېدو سره، سپینې ماڼۍ د هرمز د بیا پرانیستلو موضوع ته ډېره پاملرنه کړې او ټرمپ هم هڅه کوي د جګړې پای د یوه سیاسي بریالیتوب په توګه وړاندې کړي.

خو د تهران نوي شرطونه دغه لاره لا پېچلې کړې ده.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي محمدباقر ذوالقدر د زمري پر ۱۷مه ویلي چې هرمز تنګی به تر هغه پورې پرانیستل نه شي، څو امریکا خپل چلند «اصلاح» نه کړي.

د هغه په وینا، د تهران په شرطونو کې د امریکا د ګواښونو پای، د ایران او د هغه د متحدانو پر ضد د جګړې ختمېدل، د سمندري محاصرې لغوه کول، د ایران له شاوخوا سیمو څخه د امریکايي ځواکونو وتل، د جګړې د زیانونو جبران، د بندیزونو لغوه کول او د ایران د کنګل شویو شتمنیو خوشې کول شامل دي.

وال‌سټریټ ژورنال وایي، دغه شرطونه د ټرمپ لپاره د جګړې د پای او له شخړې څخه د وتلو احتمالي لارې محدودوي. د دې ورځپاڼې په وینا، ځینې کارپوهان باور لري چې تهران ښايي د هرمز بیا پرانیستل د مذاکراتو پر مهال د نورو امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره د فشار د وسیلې په توګه کاروي.

هرمز تنګی په وروستیو اوونیو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د شخړې له مهمو محورونو څخه ګرځېدلی دی. د دې اوبو لارې اړوند بریدونو او ګواښونو د سوداګریزو بېړیو پر تګ راتګ اغېز کړی او د نړیوالې انرژۍ بازار یې هم تر فشار لاندې راوستی دی.

په همدې حال کې، ټرمپ څو ځله د هرمز د پرانیستل کېدو خبره کړې، خو وال‌سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې د دې اوبو لارې بشپړ او عملي بیا پرانیستل تر اوسه نه دي شوي.

د جګړې د پای لپاره د ټرمپ هڅه

وال‌سټریټ ژورنال لیکي چې د امریکا د منځمهالو ټاکنو له رانږدې کېدو او د نفتو د بیې له لوړ پاتې کېدو سره، ټرمپ هڅه کوي د جګړې پای د یوه سیاسي بریالیتوب په توګه وړاندې کړي.

ټرمپ په وروستیو ورځو کې ویلي چې امریکا د ایران پر ضد د یوه ډېر پراخ برید لپاره چمتو شوې وه، خو د تهران له خوا د مذاکراتو د دوام غوښتنې وروسته دغه عملیات ودرول شول.

هغه همداراز د هوکړې د نږدې کېدو خبره کړې، خو تر اوسه کومه وروستۍ هوکړه نه ده اعلان شوې.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي چې امریکا خپلو پوځي موخو ته رسېدلې او اوس یې تمرکز د هرمز له لارې د نړیوالې انرژۍ د جریان پر خوندي کولو دی.

ایا جګړه له هسته‌یي هوکړې پرته پای ته رسېدای شي؟

د امریکايي چارواکو په وینا، ټرمپ باور لري چې ایران به په لنډ مهال کې ونه شي کولای خپل هسته‌یي ظرفیت بېرته ورغوي او واشنګټن به د هر ډول پټو فعالیتونو د څار هڅې هم دوامداره وساتي.

د وال‌سټریټ ژورنال د راپور له مخې، که د ایران هسته‌یي پروګرام تر کنټرول لاندې راوستل شي او د هرمز له لارې د بېړیو تګ راتګ بېرته عادي شي، ټرمپ ښايي حتی له هسته‌یي هوکړې پرته موجود اوربند د نامحدودې مودې لپاره وغځوي.

خو د جګړې د تاوانونو، د ایران د کنګل شویو شتمنیو د خوشې کولو، د نفتو د بندیزونو او په سیمه کې د امریکايي ځواکونو د حضور پر سر اختلافونه لا هم پر ځای دي.

په دې توګه، که څه هم واشنګټن د جګړې د پای لپاره د یوې لارې په لټه کې دی، خو هرمز اوس د تهران او واشنګټن ترمنځ د اصلي چنې وهلو پر محور بدل شوی او د ایران نوي شرطونه د یوې چټکې هوکړې ترلاسه کول لا ستونزمنولی شي.

د نتانیاهو ائتلاف له اکثریت پاتې شو؛ عربي ګوندونه د ۱۹ څوکیو په لرلو د واک د جوړولو په مذاکراتو کې مهم رول لري

د ایران د وسله والو ځواکونو مشر وايي، امریکایي جنګي بېړۍ به فارس خلیج ته پرېنږدي

هند او روسیې د افغانستان او پاکستان په اړه اووم پړاو ځانګړې خبرې وکړې

شریکولټویټلېږللېږل
Satayesh Marzapoor

Satayesh Marzapoor

نتانیاهو با وجود پایان شمارش آرا همچنان از اکثریت پارلمانی بازماند
نړۍ

د نتانیاهو ائتلاف له اکثریت پاتې شو؛ عربي ګوندونه د ۱۹ څوکیو په لرلو د واک د جوړولو په مذاکراتو کې مهم رول لري

اکتوبر 30, 2026
علی عبداللهی: اجازه ورود ناوهای نظامی امریکا به خلیج فارس را نمی‌دهیم
نړۍ

د ایران د وسله والو ځواکونو مشر وايي، امریکایي جنګي بېړۍ به فارس خلیج ته پرېنږدي

اکتوبر 24, 2026
هند و روسیه هفتمین دور گفت‌وگوهای ویژه درباره افغانستان و پاکستان را برگزار کردند
افغانستان

هند او روسیې د افغانستان او پاکستان په اړه اووم پړاو ځانګړې خبرې وکړې

اکتوبر 16, 2026
ترامپ مدعی شد با درخواست توقف هدف‌گیری رهبران جمهوری اسلامی موافقت کرده است
امریکا

ټرمپ: د ایران چارواکو رانه غوښتي چې نور د دوی مشران په نښه نه کړم

اکتوبر 15, 2026
تحریم‌های تازه آمریکا؛ فشار بر دادگاه کیفری بین‌المللی ادامه دارد
امریکا

امریکا پر نړیوالې جزايي محکمې نوي بندیزونه لګوي؛ د نړیوال عدالت او ملي حاکمیت پر سر شخړه پراخېږي

اکتوبر 10, 2026
آمریکا از احتمال پخش زنده اعدام نضال حسن خبر داد
امریکا

امریکا د نضال حسن د اعدام د ژوندۍ خپرونې پلان لري؛ پرېکړه له جنجالونو سره مخ ده

اکتوبر 9, 2026
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
img 2305

په فرانسه کې افغان فعالانو د جنسیتي اپارتاید په توګه د ښځو د محرومیت د پېژندلو غوښتنه وکړه

نوومبر 23, 2026
نشست اوپسالا بر تقویت انسجام و مشارکت مدنی دیاسپورای افغانستان تأکید کرد

په سویډن کې افغانانو د مدني بنسټونو او عامه پرېکړو په بهیر کې د ونډې غوښتنه وکړه

نوومبر 22, 2026
روز جهانی تلویزیون؛ ممنوعیت نشر تصاویر زنده‌جان فعالیت ۲۱ تلویزیون محلی افغانستان را متوقف کرد

د ټلوېزیون نړیواله ورځ؛ افغانستان کې ۲۵ ولایتونو ته د انځورونو بندیز غځېدلی

نوومبر 21, 2026
نصب لوح یادبود ماریا گراتزیا کوتولی در شهرداری کاتانیا

د ایټالیا په کاتانیا ښار کې د ماریا ګراتزیا کوتولي یادګاري لوحه ولګول شوه

نوومبر 20, 2026
گمرک اسلام‌قلعه از هفته آینده ۲۴ ساعته می‌شود؛ توافق تازه طالبان و ایران

افغانستان او ایران د اسلام کلا ګمرک پر ۲۴ ساعته فعالیت هوکړه وکړه

نوومبر 18, 2026
ایران گزارش‌های رسانه‌های امریکا درباره ارتباط سدها با تأسیسات نظامی را رد کرد

ایران د خپلو بندونو او پوځي تاسیساتو په اړه د امریکايي رسنیو راپورونه رد کړل

نوومبر 17, 2026

مشهور مطالب

  • فرحناز اسپد، روزنامه‌نگار و مجری ایران اینترنشنال، پس از بیماری درگذشت

    فرحناز اسپد، خبریاله او د ایران انټرنشنل ویانده، په ۳۷ کلنۍ کې مړه شوه

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • د لیزا شمس کورنۍ د هغې د مړینې د دوسیې د خپلواکې او بې‌طرفه څېړنې غوښتنه کوي

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • د ۱۷ کلنې رقیې د مشکوک مړینې راپور؛ له دوو جبري ودونو سره یې مخالفت کړی و

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • ډاکټره بدریه جلالي په کابل کې ووژل شوهد حقوقي او مالي شخړو تر سیوري لاندې مرموزه قضیه

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • د سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې د طالبانو پر ضد د پوځي عملیاتو د پیل اعلان وکړ

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0

د خبرونو آرشیف

نیمروز ټلویزیون؛ د افغانستان او نړۍ د کره، باوري او تحلیلي خبرونو خپلواکه سرچینه، چې د باور وړ معلوماتو وړاندې کولو، د پېښو ژور تحلیل او د پټو اړخونو روښانه کولو ته ژمن دی. موږ هڅه کوو د مسلکي اصولو پر بنسټ روښانه او باوري انځور وړاندې کړو.

img 2305
افغانستان

په فرانسه کې افغان فعالانو د جنسیتي اپارتاید په توګه د ښځو د محرومیت د پېژندلو غوښتنه وکړه

نوومبر 23, 2026
نشست اوپسالا بر تقویت انسجام و مشارکت مدنی دیاسپورای افغانستان تأکید کرد
نړۍ

په سویډن کې افغانانو د مدني بنسټونو او عامه پرېکړو په بهیر کې د ونډې غوښتنه وکړه

نوومبر 22, 2026
روز جهانی تلویزیون؛ ممنوعیت نشر تصاویر زنده‌جان فعالیت ۲۱ تلویزیون محلی افغانستان را متوقف کرد
افغانستان

د ټلوېزیون نړیواله ورځ؛ افغانستان کې ۲۵ ولایتونو ته د انځورونو بندیز غځېدلی

نوومبر 21, 2026

  • زموږ په اړه
  • له موږ سره اړیکه
  • د همکارۍ فرصتونه
  • محرمیت تګلاره

© 2026 ټول حقوق د تلویزیون نیمروز سره خوندي دي.

بیا ښه راغلاست!

لاندې خپل اکاونټ ته ننوتل وکړئ.

پاسورډ مو هېر شوی؟

خپل پاسورډ بېرته ترلاسه کړئ

مهرباني وکړئ خپل کارن نوم یا ایمیل ادرس دننه کړئ ترڅو خپل پاسورډ بیا تنظیم کړئ.

ننوتل

نوی پلې‌لیست اضافه کړئ

  • ننوتل
  • فارسی
  • English
  • Français
Donate
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
SAVED POSTS

Go to mobile version