د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اعلان کړی چې مسکو چمتو دی د ایران غني شوی یورانیم خپلې خاورې ته انتقال او ذخیره کړي؛ هغه وړاندیز چې ښایي د ایران د اټومي کړکېچ د مدیریت او د تهران او واشنګټن ترمنځ د ترینګلتیا د کمولو یوه برخه وبلل شي.
پوتین په مسکو کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې روسیې مخکې هم په ۲۰۱۵ کال کې له ایران څخه د غني شوي یورانیم د انتقال تجربه لرله او اوس بیا د دغه کار د تکرار لپاره چمتو ده.
هغه زیاته کړه، ایران د یورانیم د انتقال له اصل سره مخالفت نه لري، خو متحده ایالاتو ته د دغو موادو له لېږد سره مخالف دی؛ ځکه واشنګټن غواړي دغه مواد خپلې خاورې ته انتقال کړي.
د روسیې ولسمشر همداراز ټینګار کړی چې مسکو هم له تهران او هم له واشنګټن سره په تماس کې دی او هیله یې څرګنده کړې چې روانه جګړه او ترینګلتیا «ژر تر ژره» پای ته ورسېږي.
د پوتین څرګندونې ښيي چې روسیه هڅه کوي د ایران د اټومي او سیمهییز امنیتي کړکېچ په مدیریت کې د یوه مهم لوبغاړي او منځګړي رول وساتي؛ هغه رول چې هم د مسکو ډیپلوماتیک نفوذ پیاوړی کولای شي او هم روسیه د منځني ختیځ له حساسو معادلو د حذف کېدو مخه نیسي.
په روسیه کې د یورانیم د ذخیره کولو وړاندیز، له بلې خوا، د امریکا د غوښتنې او د ایران د مخالفت ترمنځ یوه منځنۍ حللاره ګڼل کېږي.
خو شنونکي وایي، د دغه ډول طرحو بریا د ښکېلو لورو د باور پر کچې او د هغو مذاکراتو پر برخلیک پورې تړلې ده چې لا هم د جګړې او پوځي ترینګلتیا تر سیوري لاندې روان دي.














