د کندهار امنيه قوماندانۍ ويلي چې د جمعې ورځې ماسپښين د دغه ولايت د دامان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د يوې ترافيکي پېښې له امله شپږ کسان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د امنيه قوماندانۍ وياند اسدالله جمشيد ويلي، دغه ترافيکي پېښه د کابل ـ کندهار پر لويه لار د يو کرولا موټر او ټېلر موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، د پېښې قربانيان د ننګرهار او کابل ولايت اوسېدونکي دي.
جمشيد زياته کړې چې د پېښې ټپيان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو ورځو کې په افغانستان کې ترافيکي پېښې زياتې شوې او د خلکو اندېښنې يې راپارولې دي.














