د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران د استازو له لوري ترلاسه شوی ځواب یې لوستی او هغه یې «په بشپړه توګه د منلو نه» بللی دی.
ټرمپ پرته له دې چې د ځواب جزییات څرګند کړي، په یوه پیغام کې لیکلي: «ما تازه د ایران د تش په نوم استازو ځواب ولوست. زه یې نه خوښوم، په بشپړه توګه د منلو نه دی.»
د اکسیوس خبریال باراک راوید په اېکس شبکه کې لیکلي چې ټرمپ ورته ویلي، نن شپه یې له د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره د ایران د ځواب په اړه خبرې کړې دي.
د راوید په وینا، ټرمپ ټینګار کړی چې دا موضوع یوازې د هغه له نتانیاهو سره د خبرو یوه کوچنۍ برخه وه.
هممهاله، المیادین شبکې د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا وړاندیز ته د تهران په ځواب کې ــ چې د پاکستان له لارې لېږدول شوی ــ د اسرائیل او لبنان ترمنځ د اوربند په اړه یوه ماده هم شامله ده.
د راپور له مخې، تهران ټینګار کړی چې له واشنګټن سره هر ډول هوکړه باید د تړون له اعلان سره هممهاله د جګړې سمدستي پای ته رسېدل هم تضمین کړي.
سرچینو زیاته کړې چې ایران همداراز د امریکا د بندیزونو لغوه کېدل، د کنګل شویو شتمنیو خوشې کېدل او د نفتو د خرڅلاو اړوند محدودیتونو کمېدل غوښتي دي.
په راپور کې راغلي چې تهران د وړاندیز شوو تفاهمونو په چوکاټ کې پر هرمز تنګي د ایران د کنټرول د رسمیت پېژندنې غوښتنه هم کړې ده.
د سرچینو په وینا، وړاندیز شوی تړون د جګړې تر درېدو وروسته د ۳۰ ورځو مذاکراتو ماده هم لري څو جزییات وڅېړل شي، او خبرې اوس مهال د پاکستان په منځګړیتوب په لیکلې بڼه روانې دي.
تسنیم خبري اژانس، چې سپاه پاسداران ته نږدې بلل کېږي، د یوې باخبره سرچینې له قوله لیکلي: «هیڅ اهمیت نه لري؛ په ایران کې هېڅوک د ټرمپ د خوشحالولو لپاره طرحه نه لیکي.»
دغه سرچینې زیاته کړې چې د مذاکراتو ټیم یوازې د «ایران د ملت د حقونو» پر بنسټ عمل کوي.
دغه پرمختګونه داسې مهال رامنځته کېږي چې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له وروستیو راهیسې د پراخو نښتو له پیل وروسته، سیمه له امنیتي بحران او د هرمز تنګي د کښتیو د تګ راتګ له ګډوډۍ سره مخ شوې ده.
که څه هم د اپرېل له لومړیو راهیسې یو نازک اوربند ټینګ شوی، خو د ایران د اټومي پروګرام، توغندیزو وړتیاوو او سیمهییز رول پر سر اختلافات لا هم د وروستۍ هوکړې خنډ بلل کېږي.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې د مذاکراتو ناکامي ښایي د پراخو پوځي نښتو د بیا پیل او په هرمز تنګي کې د ترینګلتیا د زیاتېدو خطر ډېر کړي؛ هغه موضوع چې د نړیوالې انرژۍ بازارونه او د کښتۍ چلونې امنیت هم اغېزمنوي.














