د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د بنبست له دوام سره هممهاله، په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو نوې نښې لیدل کېږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی چې «وخت په ختمېدو دی»، اسرائیل د جګړې لپاره د بیا چمتووالي خبره کړې او سعودي عربستان او متحده عربي امارات هم د ډرون بریدونو هدف ګرځېدلي دي.
اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی چې د اسرائیل پوځ د بشپړ چمتووالي حالت ته داخل شوی او که امریکا نوي بریدونه پیل کړي، ښايي د ایران د انرژۍ زیربناوې په نښه کړي.
همدارنګه راپور ورکړل شوی چې د امریکا لسګونه باروړونکې الوتکې چې مهمات یې لېږدول، له جرمني اډو څخه تلابیب ته رسېدلې دي.
اسرائیلي رسنیو د دغو مهماتو لېږد د ایران پر ضد د احتمالي جګړې د بیا پیل لپاره د چمتووالي برخه بللې ده.
په امریکا کې هم پر ایران د سخت دریځ د غوره کولو فشارونه زیات شوي دي.
جمهوريپال سناتور لینډسي ګراهام له ټرمپ غوښتي چې د جګړې د بیا پیل په صورت کې د ایران د انرژۍ زیربناوې هدف وګرځوي.
هغه ویلي، امریکا باید ایران ته «نور زیان ورسوي» څو تهران د اټومي مذاکراتو په اړه د واشنګټن شرایط ومني.
په مقابل کې، ایراني چارواکو هم دغو ګواښونو ته په توند غبرګون ځواب ورکړی دی.
د سپاه پاسداران پخواني قوماندان محسن رضایي خبرداری ورکړی چې د ایران وسلهوال ځواکونه «ګوتې پر ماشه» لري، خو په عین حال کې د ډیپلوماسۍ لاره هم روانه ده.
همدارنګه ایران اعلان کړی چې هرمز تنګی اوس د سپاه پاسداران تر پوځي کنټرول لاندې دی او د کښتیو تګ راتګ باید د ایراني ځواکونو په همغږۍ ترسره شي.
د تاوتریخوالي په دوام، سعودي عربستان ویلي چې د دغه هېواد هوايي دفاع درې هغه ډرون الوتکې شنډې کړې چې د عراق له فضا عربستان ته ننوتې وې.
متحده عربي اماراتو هم د براکه اټومي بټۍ ته نږدې د ډرون برید خبر ورکړی او ویلي یې دي چې که څه هم د برېښنا په یوه جنراتور کې اور لګېدلی، خو د وړانګو کچه عادي پاتې ده.
په ډیپلوماټیکه کچه هم بنبست دوام لري.
ټرمپ په ټروث سوشال کې لیکلي: «د ایران لپاره ساعت ټیکټاک کوي.»
هغه د ایران د جګړې او د هرمز تنګي د وضعیت په اړه څو ویډیویي پیغامونه هم خپاره کړي دي.
امریکايي رسنۍ اکسیوس هم راپور ورکړی چې ټرمپ له خپلو ملي امنیتي سلاکارانو سره د ایران پر ضد د پوځي اقدام د انتخابونو په اړه خبرې کړې دي.
همدارنګه بنیامین نتانیاهو د ایران، لبنان او غزې د تحولاتو د ارزونې لپاره ځانګړې امنیتي غونډه ترسره کړې ده.
شنونکي خبرداری ورکوي چې د دې وضعیت دوام کولای شي منځنی ختیځ د مستقیمې پوځي مقابلې او د نړیوالې انرژۍ د بحران لا خطرناک پړاو ته داخل کړي.














