د ترکيې پوليس د يکشنبې په ورځ، د درې ورځنيو کړکېچونو وروسته، د جمهوري غوښتونکي ولسي ګوند مرکزي دفتر ته ننوتل.
دغه کړکېچ وروسته له هغه پيل شو چې په ترکيه کې يوې محکمې د رجب طيب اردوغان د حکومت د اصلي مخالف ګوند پر مشرتابه د اوزګور اوزل ټاکنه باطله اعلان کړه.
دغه پرېکړه د اوزل د پلويانو له سخت غبرګون سره مخ شوې ده.
د راپورونو له مخې، پوليسو د ګوند له مرکزي دفتره د اوزګور اوزل د پلويانو د ايستلو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز او پلاستيکي مرمۍ کارولي دي.
ويل کېږي د اوزل يو شمېر پلويانو د محکمې له خوا د تاييد شوې رهبرۍ د ننوتلو د مخنيوي لپاره د ګوند د دفتر دننه خنډونه جوړ کړي وو.
جمهوري غوښتونکی ولسي ګوند د ترکيې د حکومت تر ټولو مهم مخالف سياسي ګوند ګڼل کېږي.
په دغه ګوند کې کړکېچ وروسته له هغه زيات شو چې محکمې د ۲۰۲۳ کال د ګوندي کانګرې پايلې لغوه کړې؛ هغه کانګره چې پکې اوزګور اوزل د ګوند مشر ټاکل شوی و.
د محکمې د پرېکړې له مخې، د ګوند پخوانی مشر کمال قليچداراوغلو په موقتي ډول بېرته د ګوند رهبرۍ ته ګرځول شوی دی.
قليچداراوغلو د ۲۰۲۳ کال د ولسمشرۍ ټاکنو کې د رجب طيب اردوغان اصلي سيال و.
اوزل او د هغه پلويانو د محکمې دغه پرېکړه سياسي بللې او ويلي يې دي چې موخه يې د حکومت د تر ټولو لوی مخالف ګوند کمزوری کول دي.
بل لور ته، د ترکيې حکومت د محکمو په پرېکړو کې هر ډول لاسوهنه رد کړې ده.
شنونکي وايي د جمهوري غوښتونکي ولسي ګوند داخلي بحران ښايي د راتلونکو ټاکنو په درشل کې د ترکيې سياسي فضا لا پسې کړکېچنه کړي.














