په کابل کې ولسي سرچينې وايي طالبانو د ښار د نهمې حوزې په اړوند سيمو کې د خلکو د کورونو تلاشي پيل کړې ده.
د سرچينو په وينا، طالبانو د غبرګولي په درېيمه، د يکشنبې له سهاره سيمه کلابنده کړې او د کورونو او خلکو پلټنې يې پيل کړې دي.
سرچينو ويلي چې تېره شپه د کابل هوايي ډګر ته نږدې نښته شوې وه او طالبانو له هغې وروسته په دغه سيمه کې د تلاشیو عمليات پيل کړل.
د سيمې يوه اوسېدونکي ورځپاڼې اته صبح ته ويلي:
«زه په کور کې وم، د شپې لس بجې يې د کور دروازه وټکوله، ومې ليدل چې ډېر ځواکونه دي. ويل يې تلاشي کوو.»
دغه سرچينې زياته کړې چې طالبانو د خلکو تګ راتګ محدود کړی او د کسانو بدني پلټنې يې هم کولې.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، طالبانو د ښځو د تلاشي لپاره يو شمېر ښځې هم له ځان سره سيمې ته راوستې وې.
د کابل شمالي سيمې تر دې وړاندې هم څو ځله د طالبانو د ورته تلاشیو شاهدې پاتې شوې دي.
طالبانو تر اوسه د دغو عملياتو او د هغوی د لامل په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.














