روسي رسنيو راپور ورکړی چې د روسيې درمل جوړوونکی شرکت «فارماسينتز» به ډېر ژر افغانستان ته د دواوو صادرات پيل کړي.
د راپورونو له مخې، د دغه شرکت او د افغانستان د روغتيا وزارت ترمنځ اړينې هوکړې شوې دي او ټاکل شوې د دواوو لومړۍ جوپه په راتلونکو دوو مياشتو کې افغانستان ته ورسېږي.
فارماسينتز ويلي چې افغانستان ته د داخلېدو اصلي لامل په دغه هېواد کې د باکيفيته دواوو شديد کمښت دی.
د شرکت په وينا، انسولين، انټي بيوټيکونه او د زړه او سرطاني ناروغيو اړوند دواوې په افغانستان کې له ډېرو غوښتل شويو درملو څخه دي؛ هغه دواوې چې د دغه شرکت د توليداتو برخه جوړوي.
فارماسينتز ډله په ۱۹۹۷ کال کې د روسيې د ايرکوتسک ښار کې د هندي الاصله سوداګر ويکرام پونيا له خوا جوړه شوې وه او اوس تر درې سوه زيات ډولونه دواوې توليدوي.
دغه شرکت د روسيې په بېلابېلو ښارونو کې اووه توليدي مرکزونه لري او اوس مهال خپل محصولات تر ډېره قزاقستان، ازبکستان او بلاروس ته صادروي.
د خپرو شويو معلوماتو له مخې، فارماسينتز لومړنی ستر روسی درمل جوړوونکی شرکت دی چې د افغانستان بازار ته داخلېږي.
په راپورونو کې ويل شوي چې افغانستان په وروستيو کلونو کې د دواوو د برابرولو له پراخو ستونزو سره مخ شوی او له پاکستان سره وروستيو کړکېچونو، چې د افغانستان لپاره د دواوو له مهمو سرچينو څخه ګڼل کېږي، وضعيت لا سخت کړی دی.
کارپوهان وايي د افغانستان د دواوو بازار لا هم د پاکستان، ايران، هند او د منځني ختيځ له وارداتو سره زيات تړاو لري او نوي شرکتونه به د دواوو د ثبت، لېږد، تاديې او بازار سيالۍ په څېر ننګونو سره مخ وي.














