د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې اعلان کړی چې ۱۹ هغه ماشومان چې له سختو سوځېدو او د هډوکو له عفونت سره مخ وو، په جرمني کې د درملنې تر بشپړېدو وروسته افغانستان ته راستانه شوي دي.
د دې ادارې په وینا، دغه ماشومان د جرمني د «سولې کلي» خیریه بنسټ له خوا تداوي شوي او د هغوی د لېږد او درملنې بهیر د افغاني سرې میاشتې او دې بنسټ ترمنځ د تفاهملیک له مخې ترسره شوی دی.
د دغو ماشومانو د ځینو کورنیو غړو له کورنیو رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې د خپلو ماشومانو د درملنې امکانات موجود نه وو.
شاه محمد، چې د دغو ماشومانو له ډلې د یوه پلار دی، ویلي چې د اقتصادي ستونزو سربېره یې شاوخوا ۲۰۰ زره افغانۍ د خپل ماشوم پر درملنه په افغانستان کې لګولي، خو کومه پایله یې نه ده ترلاسه کړې.
د جرمني د سولې کلي بنسټ نږدې دوې لسیزې کېږي چې د سختو سوځېدو او د هډوکو د عفونت له ناروغیو سره مخ افغان ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته لېږدوي.
د دې بنسټ ډاکټران هر کال افغانستان ته سفر کوي او هغه ناروغان پېژني چې په هېواد کې یې د درملنې امکانات نه وي برابر، څو د لا درملنې لپاره جرمني ته انتقال شي.
له افغانستانه بهر د ناروغو ماشومانو د لېږد دوام یو ځل بیا د هېواد د روغتیايي نظام جدي ستونزې رابرسېره کړې دي؛ هغه ستونزې چې د تخصصي تجهیزاتو کمښت، د پېچلو ناروغیو د درملنې د امکاناتو نشتوالی او د مجهزو روغتیايي مرکزونو کمبود پکې شامل دي.
روغتیايي کارپوهان خبرداری ورکوي چې دوامداره اقتصادي بحران او د نړیوالو مرستو کمښت د افغانستان پر روغتیايي نظام لا زیات فشار وارد کړی او ډېرو کورنیو ته یې د روغتیايي خدماتو ترلاسه کول سخت کړي دي.














