د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اچکزي د پاکستان پر امنيتي او بهرنيو سياستونو نيوکې کړې او ويلي يې دي چې په سيمه کې اوسنی ناامني او بې ثباتي د افغانستان د جګړې پر مهال د پاکستان د حکومت د پرېکړو پايله ده.
اچکزي ويلي چې هېڅوک «بې له دليله يا د لېونتوب له امله وسله نه اخلي» او ټينګار يې کړی چې که واک «د مناسبو کسانو» لاس ته ولوېږي، وضعيت بدلېدای شي.
هغه زياته کړې چې د افغانستان د جګړې پر مهال د نړۍ له بېلابېلو سيمو جنګيالي پاکستان ته راغونډ شوي او هلته روزل شوي وو؛ هغه تګلاره چې د هغه په وينا وروسته د سترو وسله والو ډلو د راڅرګندېدو او پراخېدو لامل شوه.
دغه پاکستاني سياستوال د پاکستان د امنيتي ناکاميو او ملي تراژيديو په اړه د جدي پلټنو د نشتوالي له امله هم نيوکې کړې دي.
هغه د ۲۰۱۱ کال د اېبټ اباد عملياتو ته اشاره وکړه؛ هغه عمليات چې د امريکا ځانګړو ځواکونو پکې د القاعده پخوانی مشر اسامه بن لادن د پاکستان دننه وواژه.
اچکزي ويلي:
«بهرنيو ځواکونو مېلمانه زموږ له کوره يوړل او موږ هېڅ ونه شو کولای. له ملتونو سره بايد داسې چلند ونه شي.»
د محمود خان اچکزي دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې پاکستان لا هم له امنيتي بحرانونو، د وسله والو بريدونو او سياسي او سرحدي کړکېچونو سره مخ دی.
په پاکستان کې منتقدانو څو ځله د افغانستان او وسله والو ډلو په اړه د دغه هېواد د څو لسيزو تګلارې نيوکه کړې او هغه يې د سيمې د بې ثباتۍ له مهمو لاملونو څخه بللې ده.














