د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبیو ويلي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ خبرې لا هم روانې دي او ډونالډ ټرمپ د توافق لپاره «بېړه نه لري.»
روبیو د ډهلي نو له پرېښودو مخکې ويلي چې اوس مهال د توافق لپاره «يو ډېر قوي وړانديز» موجود دی او که د هرمز تنګی بېرته پرانيستل شي، نو د هغه په وينا به «د اټومي موضوعاتو په اړه يوې واقعي، مهمې او وخت ټاکلې خبرې اترې» پيل شي.
هغه ټينګار کړی چې ډونالډ ټرمپ «بد توافق نه کوي» او زياته کړې يې ده:
«موږ به د نورو انتخابونو تر ارزولو مخکې، ډيپلوماسۍ ته د بريا هر فرصت ورکړو.»
د امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلي:
«يا به يو ښه توافق ولرو، يا به له دې موضوع سره په بله طريقه چلند وشي، خو موږ غوره بولو چې يو ښه توافق وشي.»
روبیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې تر اوسه کوم توافق نه دی اعلان شوی، ويلي:
«دا بايد له ايرانيانو وپوښتئ. موږ د هغوی د نظرونو په تمه يو او د هغوی په نظام کې ځواب ورکول يو څه وخت نيسي.»
دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د ايران، امريکا او اسرائيلو ترمنځ کړکېچ لا هم دوام لري او د ايران اټومي پروګرام او د هرمز تنګي امنيت د سيمه ييز بحران او خبرو اترو له مهمو موضوعاتو څخه ګرځېدلي دي.
راپورونه ښيي چې واشنګټن او تهران په وروستيو اوونيو کې هڅه کړې د تاوتريخوالي د کمولو او احتمالي توافق لپاره نوې لاره رامنځته کړي.














