د مجتبی خامنه اي پوځي سلاکار محسن رضايي ويلي چې د هرمز تنګي اداره د ايران «قانوني حق» دی او د هېواد د ملي امنيت د تضمين لپاره اړينه ګڼل کېږي.
هغه د غبرګولي په درېيمه، د يکشنبې په ورځ، په هغو څرګندونو کې چې مهر خبري اژانس خپرې کړې، ويلي چې د هرمز تنګي د ايران اداره کول کولی شي د هغه په وينا «په خليج فارس کې پنځوس کلنه ناامني» پای ته ورسوي.
رضايي، چې د امريکا تر بنديزونو لاندې دی، ادعا کړې چې ايران د دغه ستراتيژيک سمندري لارې د کنټرول لپاره قوي دلايل لري او د تهران هدف دا دی چې خليج فارس د پوځي اډو او بې ثباتۍ پر مرکز بدل نه شي.
بل لور ته، د خاتم الانبيا قرارګاه وياند ابراهيم ذوالفقاري خبرداری ورکړی چې که هرمز تنګی په نښه شي، د ايران پوځي ځواکونه به د امريکا له لوري د ايراني بندرونو «سمندري محاصره» ماته کړي.
هغه ګواښ کړی چې ايران ښايي د اټومي وسلو د نه خپرېدو له تړون څخه هم ووځي.
ذوالفقاري ويلي:
«که دښمن پر هرمز تنګي بريد وکړي، موږ به سمندري محاصره ماته کړو او ښايي د اټومي وسلو د نه خپرېدو له تړونه ووځو.»
دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د ايران، امريکا او اسرائيلو ترمنځ کړکېچ لا هم لوړ دی او د ايران اټومي پروګرام او د خليج فارس امنيت د سيمه ييز بحران له مهمو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي.
هرمز تنګی د نړۍ له مهمو نفتو لېږد لارو څخه شمېرل کېږي او هر ډول تاوتريخوالی په دغه سيمه کې کولی شي د نړۍ د انرژۍ بازار او سمندري امنيت اغېزمن کړي.














