د چشمه سار پلاتفورم د تازه راپور له مخې، د افغانستان دېرش ولايتونه د روان ميلادي کال د مې مياشتې پر مهال له منځنۍ تر سختې وچکالۍ سره مخ شوي دي.
په راپور کې ويل شوي چې د بارانونو شديد کمښت، د واورو د زېرمو ختمېدل او د دوړو توپانونو زياتوالی د ميليونونو کسانو کرنه او غذايي خونديتوب ګواښي.
د دغه پلاتفورم د معلوماتو له مخې، بدخشان، نورستان، پنجشير، تخار او بغلان هغه ولايتونه دي چې د باران د سخت کمښت، د واورو د زېرمو د ژر ختمېدو او شديدې تودوخې له امله تر ټولو ډېر زيان منونکي بلل شوي دي.
په راپور کې راغلي چې په لسو ولايتونو کې د نباتي پوښ د روغتيا شاخص د خبرداري کچې ته رسېدلی او بادغيس، فارياب او هرات تر ټولو زيات فشار تجربه کوي.
چشمه سار خبرداری ورکړی چې د افغانستان په شمال لوېديځ کې د وچکالۍ دوام کولی شي د غنمو حاصلات په څرګند ډول کم او په راتلونکو مياشتو کې غذايي ناامني نوره هم زياته کړي.
د راپور له مخې، بدخشان د ۹۴ ميلي مترو، پروان د ۸۱ ميلي مترو، کونړ د ۷۹ ميلي مترو، پنجشير د ۷۸ ميلي مترو او تخار د ۷۰ ميلي مترو د باران د کمښت له امله د هېواد له تر ټولو وچو سيمو څخه ګڼل شوي دي.
سپوږمکيزو ارزونو ښودلې چې په ۲۶ ولايتونو کې د واورو زېرمې نږدې په بشپړه توګه له منځه تللې او يوازې د تخار، بغلان، پروان او سمنګان په ځينو برخو کې لږه اندازه د واورو اوبه پاتې دي.
دغه پلاتفورم اټکل کړی چې په راتلونکو پنځلسو ورځو کې به په ۳۲ ولايتونو کې د باران اندازه له ۲۵ ميلي مترو کمه وي.
د راپور په بله برخه کې ويل شوي چې په هلمند، نيمروز، کندهار او فراه ولايتونو کې د دوړو توپانونو موسم پيل شوی دی.
د چشمه سار په وينا، له ۳۵ سانتي ګراد څخه لوړه تودوخه او د دوړو زياتوالی کولی شي د افغانستان په سويل او سويل لوېديځ کې د تنفسي ناروغيو او کرنيزو زيانونو خطر زيات کړي.














