په پنجشير کې څو باخبره سيمه ييزو سرچينو تلويزيون نيمروز ته ويلي چې طالبانو د دوشنبې ورځې له چاودنې وروسته د درې عبدالله خېل ولسوالۍ له اوسېدونکو څخه تر دېرشو زيات کسان نيولي دي.
د سرچينو په وينا، يو شمېر نيول شوي کسان وروسته خوشې شوي، خو د خوشې شويو دقيق شمېر لا هم روښانه نه دی.
شنه بهير، چې د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستيال امرالله صالح پورې تړاو لري، له چاودنې وروسته اعلان کړی و چې د دغه بهير اړوندو ځواکونو په درې عبدالله خېل کې د طالبانو يو موټر په نښه کړی دی.
دغه بهير د يوې ويډيو په خپرولو ادعا کړې چې د طالبانو پوځي موټر د منجنستو کلي يوه قرارګاه ته د ځواکونو د لېږد پر مهال په نښه شوی و.
په خپره شوې ويډيو کې ښکاري چې د طالبانو رينجر موټر د ماين چاودنې له امله ويجاړ شوی دی.
سيمه ييزو سرچينو د دغې چاودنې پېښه تاييد کړې ده.
د سيمې د اوسېدونکو په وينا، د چاودنې ځای د واليبال يوه ميدان ته نږدې و او د پېښې پر مهال يو شمېر ځوانان هلته په لوبو بوخت وو.
د چاودنې وروسته طالبانو سيمې ته ورغلل او ګڼ شمېر ځايي ځوانان يې ونيول.
د سيمې يوه اوسېدونکي افغانستان انټرنېشنل ته ويلي چې د طالبانو ځواکونه په لارو کوڅو کې پراخ حضور لري او «لاسونه يې پر ماشه دي.»
سرچينو د هغو دوو کسانو هويت چې لا هم د طالبانو په بند کې دي، شيرزمان او نورزمان ښودلی چې دواړه وروڼه دي.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، شيرزمان د پخوانيو امنيتي ځواکونو غړی او نورزمان برحال ښوونکی دی.
د مقاومت جبهې ته نږدې يوې سرچينې ويلي چې طالبان نيول شوي کسان د پوښتنو ګروېږنو لپاره د درې ولسوالۍ د پوليسو قوماندانۍ او د پنجشير ولايت امنيه قوماندانۍ ته لېږدولي دي.
طالبانو تر اوسه د دغې چاودنې او د نيول شويو کسانو د وضعيت په اړه څه نه دي ويلي.














