اروپايي پارلمان د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت په اړه د يو پرېکړه ليک په تصويبولو سره د طالبانو جزايي اصولنامه وغندله او د علني شلاقونو، اعدامونو د بندېدو او د طالبانو پر مشرانو د بنديزونو غوښتنه يې وکړه.
اروپايي پارلمان په خپلې علني غونډه کې د افغانستان، ايران او اندونيزيا د بشري حقونو د وضعيت په اړه درې جلا پرېکړه ليکونه تصويب کړل.
د افغانستان اړوند پرېکړه ليک کې د اروپايي پارلمان غړو ويلي چې د طالبانو جزايي اصولنامه د ښځو او نجونو پر ضد د منظم تعقيب، غلامۍ، بدني سزاوو او د بنسټيزو حقونو د پراخو سرغړونو لامل شوې ده.
په دغه پرېکړه ليک کې د طالبانو تګلارې د «جنسيت پر بنسټ اپارتايد» بېلګه بلل شوې ده.
اروپايي پارلمان له طالبانو غوښتي چې دغه اصولنامه ژر لغوه کړي او د ښځو او نجونو پر ضد علني شلاقونه، اعدامونه او محدوديتونه پای ته ورسوي.
په پرېکړه ليک کې همدارنګه د ال جي بي ټي کيو کسانو، مذهبي لږکيو او نورو زيان منونکو ډلو پر ضد د فشارونو د بندېدو غوښتنه شوې ده.
طالبان په وروستيو مياشتو کې د علني سزاوو د پلي کولو، د ښځو پر وړاندې د پراخو محدوديتونو او د نويو مقرراتو د تصويب له امله د بشري حقونو بنسټونو او نړيوالو سازمانونو له سختو نيوکو سره مخ شوي دي.
اروپايي ټولنې او نړيوالو بنسټونو څو ځله خبرداری ورکړی چې د طالبانو د محدودوونکو تګلارو دوام به د افغانستان د بشري حقونو بحران او نړيواله انزوا لا ژوره کړي.














