د افغانستان د عدالت غوښتونکو ښځو غورځنګ يو شمېر غړو او فعالانو د مياشتنۍ روغتيا نړيوالې اوونۍ په مناسبت د «مياشتنۍ دوره تابو نه ده» تر شعار لاندې د پوهاوي کمپاين پيل کړی دی.
د دې پروګرام جوړوونکو ويلي چې موخه يې د مياشتنۍ روغتيا په اړه د پوهاوي لوړول، د ښځو او نجونو لپاره روغتيايي خدمتونو ته د لاسرسي زياتول او د مياشتنۍ روغتيا په اړه د ازادو خبرو لپاره د مناسب چاپېريال رامنځته کول دي.
د کمپاين فعالانو ټينګار کړی چې غواړي د مياشتنۍ دورې په اړه چوپتيا او «شرم جوړونه» ماته کړي او د دې موضوع په اړه ناسمې ټولنيزې نظريې بدلې کړي.
د دې پروګرام يوې ګډونوالې زهرا موسوي افغانستان انټرنېشنل ته ويلي چې دوی غواړي د «ښځو د خاموش درد» په اړه خبرې وکړي.
هغې ويلي:
«په افغانستان کې مياشتنۍ دوره زموږ د نجونو لپاره له شرم سره تړلې ده. ان هغو ښځو او نجونو ته چې دا حالت تجربه کوي، د بې شرمۍ نوم ورکول کېږي او موږ غواړو دا تابو مات کړو.»
د هغې په وينا، نجونې په داسې فضا کې ژوند کوي چې له قضاوتونو ډکه ده او د مياشتنۍ روغتيا په اړه پوهاوی په افغانستان کې يوه جدي اړتيا ده.
د مياشتنۍ روغتيا نړيواله ورځ هر کال د مې په اته ويشتمه لمانځل کېږي او موخه يې د تابوګانو ماتول او ښځو او نجونو ته د زده کړو، روغتيايي خدمتونو او د مياشتنۍ دورې د مديريت لپاره د اسانتياوو برابرول بلل شوي دي.
ملګرو ملتونو ويلي چې د مياشتنۍ دورې په اړه ټولنيز شرم او تابو د معلوماتو د کمښت، ناسمو چلندونو او د ښځو او نجونو په ژوند کې د محدوديتونو لامل کېږي.
يونيسف هم خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې مياشتنۍ دوره لا هم يو تابو بلل کېږي او ډېرې نجونې دا حالت له شرم، ناپاکۍ او وېرې سره تجربه کوي.
د ښځو د حقونو فعالانې ټينګار کوي چې تر هغه وخته چې مياشتنۍ دوره له چوپتيا او شرم سره تړلې وي، ښځې او نجونې به د زده کړو، روغتيا او ټولنيز ګډون په برخو کې له جدي محدوديتونو سره مخ وي.














