طالبانو ويلي چې د يکشنبې ورځې له غرمې وروسته د کابل د سراي شهزاده ترڅنګ په وسله واله نښته کې څلور کسان وژل شوي دي.
د طالبانو د کابل د پوليسو وياند خالد ځدراڼ ويلي چې په وژل شويو کې احسان الله، د افغانستان د پخواني پارلمان د غړي الله ګل مجاهد زوی، د هغه يو ساتونکی، يوه ښځه او يو بل کس شامل دي.
د هغه په وينا، دغه نښته د سراي شهزاده ته نږدې د زرګرانو په بازار کې شوې ده.
ځدراڼ زياته کړې چې يو بريدګر، چې ټپي شوی و، د پېښې په ځای کې نيول شوی دی.
هغه ويلي چې طالب ځواکونو د الله ګل مجاهد د کورنۍ يو غړی هم په دې پېښه کې د لاس لرلو په تور نيولی او پلټنې لا هم روانې دي.
سراي شهزاده په کابل کې د اسعارو د تبادلې او مالي معاملو تر ټولو لوی مرکز ګڼل کېږي او هره ورځ سلګونه کسان د پيسو او سوداګريزو راکړو ورکړو لپاره دغه بازار ته ورځي.
دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې په پلازمېنه کابل کې د وسله والو جرمونو او امنيتي وضعيت په اړه اندېښنې لا هم دوام لري.














