په کابل کې ځايي سرچينې وايي د جوزا په درېيمه، د يکشنبې په ورځ، په سراي شهزاده کې وسله وال بريد او ډزې شوې دي.
د افغانستان انټرنېشنل درېيو عيني شاهدانو ويلي چې يو کس، چې له کلاشينکوف وسلې سره سمبال و، په سراي شهزاده کې پر څو کسانو ډزې کړې او وروسته له سيمې تښتېدلی دی.
سرچينو ويلي چې په دغه بريد کې يو شمېر کسان وژل شوي او ټپيان شوي هم دي، خو تر اوسه د قربانيانو کره شمېر نه دی روښانه شوی.
يوې سرچينې احتمال ښودلی چې دا پېښه ښايي وسله واله غلا وه.
سراي شهزاده په کابل کې د پيسو د راکړې ورکړې او د اسعارو د تبادلې تر ټولو ستر بازار ګڼل کېږي او هره ورځ سلګونه کسان د مالي معاملو لپاره دغه بازار ته ورځي.
طالب چارواکو تر اوسه د پېښې د جزئياتو او د قربانيانو د شمېر په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.
دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې په کابل کې د امنيتي وضعيت او د ښاري جرمونو د زياتېدو په اړه اندېښنې لا هم روانې دي.














