پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې لږ تر لږه پنځه وسلهوال، د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) د یوه قوماندان «خرجي عمر» په ګډون، د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې په شمالي وزیرستان کې وژل شوي دي.
پاکستانۍ ورځپاڼې ډان د پنجشنبې په ورځ، د ثور ۳۱مه، د امنیتي سرچینو له قوله لیکلي چې خرجي عمر، چې په تور ثاقب هم مشهور و، پر امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو په بریدونو کې لاس درلود.
د راپور له مخې، دغه ټيټيپي قوماندان د شمالي وزیرستان د سپینوام سیمې د بوبالي جومات په شاوخوا کې د ځمکې لاندې پټنځایونه، تونلونه او چاودېدونکي تلهګانې جوړې کړې وې.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د دغه قوماندان وژل کېدل «لویه بریا» بللې او د امنیتي ځواکونو ستاینه یې کړې ده.
هغه ټینګار کړی چې «ترهګر او د هغوی ملاتړي به په هېڅ شرایطو کې د ودې اجازه ترلاسه نه کړي» او ویلي یې دي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد عملیات به دوام ولري.
راپورونه وایي، د پاکستان حکومت مخکې د دغه ټيټيپي قوماندان د نیولو یا وژلو لپاره درې میلیونه پاکستانۍ روپۍ جایزه ټاکلې وه.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر هم د همدې اونۍ په پیل کې اعلان کړی و چې امنیتي ځواکونو په شمالي وزیرستان کې ۲۲ «د هند ملاتړي ترهګر» وژلي دي.
د پوځ په وینا، د شمالي وزیرستان په ځینو سیمو کې د پاکسازۍ عملیات د ثور له ۲۶مې راهیسې دوام لري او موخه یې د ټيټيپي د پټنځایونو له منځه وړل دي.
شمالي وزیرستان په وروستیو کلونو کې د پاکستان ضد وسلهوالو ډلو له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېږي او د دغه هېواد پوځ څو ځله پراخ عملیات په کې ترسره کړي دي.














