په نړیوالو سازمانونو کې د روسیې استازي خبرداری ورکړی چې د امریکا او اسرائیلو له لوري پر ایران هر ډول نوی برید به وښيي چې دواړو هېوادونو له خپلو «ستراتېژیکو تېروتنو» څخه درس نه دی اخیستی.
دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې په سیمه کې د احتمالي جګړو د بیا پیل په اړه ګنګوسې زیاتې شوې دي.
دغه روسي چارواکي په ټولنیزه شبکه اکس کې په یوه پیغام کې لیکلي چې ځینې «لویدیځ کارپوهان» باور لري امریکا او اسرائیل ښايي په راتلونکو ورځو یا حتی ساعتونو کې پر ایران پوځي بریدونه بیا پیل کړي.
هغه زیاته کړې چې که دغه وړاندوینې سمې ثابتې شي، معنا به یې دا وي چې واشنګټن او تلابیب لا هم پر هماغې ستراتیژۍ تکیه کوي چې پخوا یې هم خپلې موخې په بشپړ ډول نه وې ترلاسه کړې.
روسیې په وروستیو میاشتو کې هڅه کړې چې د ایران او لویدیځ ترمنځ د بحران په مدیریت کې خپل رول د یوه مهم لوبغاړي په توګه وساتي.
شنونکي وایي، د مسکو خبرداری د منځني ختیځ د جګړې له پراخېدو څخه د روسیې اندېښنه ښيي؛ هغه بحران چې کولای شي د نړۍ لپاره پراخ اقتصادي، انرژۍ او امنیتي اغېزونه ولري.
همدارنګه دغه دریځ ښيي چې د روسیې او لویدیځ ترمنځ جیوپولیټیکي سیالي تر بل هر وخت زیات د منځني ختیځ له تحولاتو سره تړلې شوې ده.
په وروستیو اونیو کې د ایران، امریکا او اسرائیلو ترمنځ تاوتریخوالی یو ځل بیا زیات شوی او د احتمالي نویو پوځي بریدونو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.














