برېتانوي ورځپاڼې ډیليمیل په ځانګړي راپور کې د شکریې په نوم د یوې ۳۳ کلنې افغانې ښځې کیسه خپره کړې؛ هغه ښځه چې وایي د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال او هم د دغې ډلې تر بیا واکمنېدو وروسته، خپله او کورنۍ یې د تاوتریخوالي، زندان او شکنجې قرباني شوي دي.
شکریه ویلي چې لومړی ځل یې د طالبانو تاوتریخوالی په اته کلنۍ کې ولید؛ هغه مهال چې پلار یې د ډاکټر نجیبالله د حکومت د پخواني پوځي افسر په توګه د خلکو مخې ته په دُرو ووهل شو، مخ یې د موټر په تېلو تور کړل شو او وروسته زنداني شو.
هغې روایت کړی چې طالبانو د دوی کلي ته تر ننوتلو وروسته بېسرپرسته ښځې د دې ډلې له غړو سره جبري ودونو ته اړ کولې او هغه کورنۍ چې مخالفت یې کاوه، د مرګ له ګواښ سره مخ کېدې.
د شکریې په وینا، د پلار د خلاصون لپاره یې کورنۍ اړ شوه چې خپله ۱۷ کلنه ترور د طالبانو د یوه غړي په نکاح ورکړي؛ هغه نجلۍ چې قندهار ته تر لېږد وروسته بیا هېڅکله ونه موندل شوه.
شکریه وایي، د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ تر سقوط وروسته یې زدهکړې وکړې او تر لسو کلونو زیات یې د افغانستان د ملي دفاع وزارت کې کار وکړ، خو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته یې ژوند یو ځل بیا ړنګ شو.
هغې ویلي چې د کابل تر سقوط ۴۰ ورځې وروسته طالبانو نیمه شپه د دوی پر کور چاپه ووهله، هغې او پلار یې ونیول او شکنجه یې کړل. طالبان هغې ته د «اسلام سره د خیانت» او له بهرنیانو سره د همکارۍ تورونه لګول.
د شکریې په وینا، هغه په کابل کې په یوه غیررسمي زندان کې وهل شوې او زنګونونه یې سخت زیانمن شوي دي.
نوموړې اوس له افغانستانه تر تېښتې وروسته په پاکستان کې د لاتینې امریکا د ویزې ترلاسه کولو ته منتظره ده.
د شکریې روایت هغه فشارونه، وېرې او محدودیتونه انځوروي چې ګڼو افغان ښځو د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته ترې شکایت کړی دی.
که څه هم طالبان تل ټینګار کوي چې د ښځو حقوق «د شریعت په چوکاټ کې» تأمینوي، خو د بشري حقونو بنسټونو راپورونه او شخصي روایتونه بیا بیا د نیونو، شکنجو، جبري ودونو او له ټولنیز ژوند څخه د ښځو د حذف خبر ورکوي.














