Donate
دوشنبه, نوومبر 23, 2026
  • فارسی
  • English
  • Français
  • ننوتل
تلویزیون نیمروز
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
تلویزیون نیمروز
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
اصلی صفحه امریکا

متحده ایالات وایي افغان کډوالو ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي

په واسطه د Satayesh Marzapoor
جون 3, 2026
0
A A
0
روبیو: در شرایط کنونی هیچ پناهجوی افغان اجازه ورود به آمریکا را ندارد

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې په اوسنیو شرایطو کې هېڅ افغان کډوال ته د امریکا خاورې ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي او واشنګټن د دغو کسانو د مېشتېدو لپاره له نورو هېوادونو سره پر بدیلو لارو چارو کار کوي.

روبیو دغه څرګندونې د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې په غونډه کې وکړې. هغه د یوه سناتور د پوښتنې په ځواب کې وویل چې په قطر کې مېشت افغان کډوال به خوندي هېوادونو ته ولېږدول شي، خو دا مهال د هغوی امریکا ته د انتقال امکان نه شته.

په غونډه کې د امریکا یوه سناتور خبرداری ورکړ چې شاوخوا زر او سل افغانان، چې د امریکا پخواني همکاران، ماشومان او د امریکایي پوځیانو د کورنیو غړي پکې شامل دي، لا هم په قطر کې د نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

هغه اندېښنه څرګنده کړه چې دغه کسان ښايي افغانستان ته بېرته واستول شي یا هغو هېوادونو ته ولېږدول شي چې له بشري او روغتیايي ستونزو سره مخ دي.

سناتور له امریکایي ادارې وغوښتل چې د دغو کسانو د لېږد او د هغوی د دوسیو د حل لپاره له کانګرس سره همکاري وکړي او د اوږدې مودې بې برخلیکه وضعیت ته د پای ټکی کېږدي.

خو مارکو روبیو وویل چې په اوس وخت کې د افغان کډوالو د منلو ژمنه نه شي ورکولای. هغه زیاته کړه چې د تېر کال له ځینو امنیتي پېښو وروسته یو اجرایي فرمان نافذ شوی او د همدې له امله د افغانانو د داخلېدو پروسه درېدلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې حکومت یې له څو هېوادونو سره خبرې کړې دي او لږ تر لږه پنځو هېوادونو د دغو افغان کډوالو د یوې برخې د منلو لپاره چمتووالی ښودلی دی.

هغه ټینګار وکړ چې واشنګټن غواړي د دغو کسانو لپاره مناسب او خوندي ځایونه پیدا کړي او په دې برخه کې به له قانون جوړوونکو سره همکاري وکړي.

د افغان کډوالو موضوع له ۲۰۲۱ کال وروسته د امریکا د کډوالۍ د تګلارې له مهمو ننګونو څخه پاتې شوې ده. زرګونه افغانان چې له امریکایي ځواکونو او ادارو سره یې کار کړی و، د کابل له سقوط وروسته قطر، متحده عربي اماراتو، البانیا او نورو هېوادونو ته ولېږدول شول او لا هم د خپلو دوسیو د وروستۍ پرېکړې په تمه دي.

د روبیو وروستۍ څرګندونې ښيي چې واشنګټن په نږدې راتلونکي کې د افغان کډوالو د منلو لپاره د دروازو د بیا پرانیستلو نیت نه لري او هڅه کوي د درېیمو هېوادونو له لارې د دغو کسانو د مېشتېدو ستونزه حل کړي.

دغه دریځ د هغو زرګونو افغانانو اندېښنې نورې هم زیاتوي چې د امریکا له ادارو سره د همکارۍ له امله خپل راتلونکی له خطر سره مخ بولي او افغانستان ته بېرته ستنېدل د خپل ژوند لپاره جدي ګواښ ګڼي.

ایران د خپلو بندونو او پوځي تاسیساتو په اړه د امریکايي رسنیو راپورونه رد کړل

جان بس: د افغانستان له پامه غورځول د امریکا امنیت ګواښلی شي

د طالبانو چارواکی: یوه ورځ به افغانان نړۍ وژغوري

شریکولټویټلېږللېږل
Satayesh Marzapoor

Satayesh Marzapoor

ایران گزارش‌های رسانه‌های امریکا درباره ارتباط سدها با تأسیسات نظامی را رد کرد
نړۍ

ایران د خپلو بندونو او پوځي تاسیساتو په اړه د امریکايي رسنیو راپورونه رد کړل

نوومبر 17, 2026
جان بس: بی‌توجهی به افغانستان می‌تواند امنیت ملی امریکا را تهدید کند
افغانستان

جان بس: د افغانستان له پامه غورځول د امریکا امنیت ګواښلی شي

نوومبر 12, 2026
مقام طالبان: روزی مردم افغانستان جهان را نجات خواهند داد
افغانستان

د طالبانو چارواکی: یوه ورځ به افغانان نړۍ وژغوري

نوومبر 11, 2026
پوتین: وضعیت افغانستان در اولویت نظارت امنیتی پیمان امنیت جمعی قرار دارد
نړۍ

پوتین: د افغانستان وضعیت زموږ د امنیتي اندېښنو په مرکز کې دی

نوومبر 11, 2026
هگست خروج امریکا از افغانستان را «فاجعه‌ای برای اعتبار این کشور» خواند
نړۍ

هګسېټ: له افغانستانه د امریکا وتل د دغه هېواد نړیوال اعتبار ته فاجعه وه

نوومبر 10, 2026
انجنیر محمد خان، معاون پیشین عبدالله عبدالله، از ایران به کابل بازگشت
افغانستان

د عبدالله عبدالله پخوانی مرستیال محمد خان له ایرانه کابل ته راستون شو

نوومبر 7, 2026
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
img 2305

په فرانسه کې افغان فعالانو د جنسیتي اپارتاید په توګه د ښځو د محرومیت د پېژندلو غوښتنه وکړه

نوومبر 23, 2026
نشست اوپسالا بر تقویت انسجام و مشارکت مدنی دیاسپورای افغانستان تأکید کرد

په سویډن کې افغانانو د مدني بنسټونو او عامه پرېکړو په بهیر کې د ونډې غوښتنه وکړه

نوومبر 22, 2026
روز جهانی تلویزیون؛ ممنوعیت نشر تصاویر زنده‌جان فعالیت ۲۱ تلویزیون محلی افغانستان را متوقف کرد

د ټلوېزیون نړیواله ورځ؛ افغانستان کې ۲۵ ولایتونو ته د انځورونو بندیز غځېدلی

نوومبر 21, 2026
نصب لوح یادبود ماریا گراتزیا کوتولی در شهرداری کاتانیا

د ایټالیا په کاتانیا ښار کې د ماریا ګراتزیا کوتولي یادګاري لوحه ولګول شوه

نوومبر 20, 2026
گمرک اسلام‌قلعه از هفته آینده ۲۴ ساعته می‌شود؛ توافق تازه طالبان و ایران

افغانستان او ایران د اسلام کلا ګمرک پر ۲۴ ساعته فعالیت هوکړه وکړه

نوومبر 18, 2026
ایران گزارش‌های رسانه‌های امریکا درباره ارتباط سدها با تأسیسات نظامی را رد کرد

ایران د خپلو بندونو او پوځي تاسیساتو په اړه د امریکايي رسنیو راپورونه رد کړل

نوومبر 17, 2026

مشهور مطالب

  • فرحناز اسپد، روزنامه‌نگار و مجری ایران اینترنشنال، پس از بیماری درگذشت

    فرحناز اسپد، خبریاله او د ایران انټرنشنل ویانده، په ۳۷ کلنۍ کې مړه شوه

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • د لیزا شمس کورنۍ د هغې د مړینې د دوسیې د خپلواکې او بې‌طرفه څېړنې غوښتنه کوي

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • د ۱۷ کلنې رقیې د مشکوک مړینې راپور؛ له دوو جبري ودونو سره یې مخالفت کړی و

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • ډاکټره بدریه جلالي په کابل کې ووژل شوهد حقوقي او مالي شخړو تر سیوري لاندې مرموزه قضیه

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • د سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې د طالبانو پر ضد د پوځي عملیاتو د پیل اعلان وکړ

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0

د خبرونو آرشیف

نیمروز ټلویزیون؛ د افغانستان او نړۍ د کره، باوري او تحلیلي خبرونو خپلواکه سرچینه، چې د باور وړ معلوماتو وړاندې کولو، د پېښو ژور تحلیل او د پټو اړخونو روښانه کولو ته ژمن دی. موږ هڅه کوو د مسلکي اصولو پر بنسټ روښانه او باوري انځور وړاندې کړو.

img 2305
افغانستان

په فرانسه کې افغان فعالانو د جنسیتي اپارتاید په توګه د ښځو د محرومیت د پېژندلو غوښتنه وکړه

نوومبر 23, 2026
نشست اوپسالا بر تقویت انسجام و مشارکت مدنی دیاسپورای افغانستان تأکید کرد
نړۍ

په سویډن کې افغانانو د مدني بنسټونو او عامه پرېکړو په بهیر کې د ونډې غوښتنه وکړه

نوومبر 22, 2026
روز جهانی تلویزیون؛ ممنوعیت نشر تصاویر زنده‌جان فعالیت ۲۱ تلویزیون محلی افغانستان را متوقف کرد
افغانستان

د ټلوېزیون نړیواله ورځ؛ افغانستان کې ۲۵ ولایتونو ته د انځورونو بندیز غځېدلی

نوومبر 21, 2026

  • زموږ په اړه
  • له موږ سره اړیکه
  • د همکارۍ فرصتونه
  • محرمیت تګلاره

© 2026 ټول حقوق د تلویزیون نیمروز سره خوندي دي.

بیا ښه راغلاست!

لاندې خپل اکاونټ ته ننوتل وکړئ.

پاسورډ مو هېر شوی؟

خپل پاسورډ بېرته ترلاسه کړئ

مهرباني وکړئ خپل کارن نوم یا ایمیل ادرس دننه کړئ ترڅو خپل پاسورډ بیا تنظیم کړئ.

ننوتل

نوی پلې‌لیست اضافه کړئ

  • ننوتل
  • فارسی
  • English
  • Français
Donate
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
SAVED POSTS

Go to mobile version