د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون ویلي چې هېواد یې د سعودي عربستان د ستراتیژیک ینبع بندر د ساتنې لپاره سرتېري، رادارونه او دفاعي سیستمونه استوي. دا پرېکړه د سعودي عربستان پر اهدافو د حوثیانو د توغندیزو او بېپیلوټه بریدونو له زیاتېدو وروسته اعلان شوې ده.
مکرون د سپټمبر په ۲۴مه ویلي چې فرانسه به د ینبع د مهمو تاسیساتو د ساتنې لپاره پوځي ځواکونه او تجهیزات سعودي عربستان ته ولېږي. نوموړي ټینګار کړی چې دا ماموریت دفاعي او د ساتنې بڼه لري او د فرانسې پوځي شخړې ته د مستقیم داخلېدو معنا نه لري.
مکرون ویلي: «موږ به د دغو تاسیساتو د ساتنې لپاره پوځي امکانات، د سرتېرو، رادارونو او دفاعي سیستمونو په ګډون، ولېږو.»
ینبع د سره سمندرګي پر غاړه موقعیت لري او په دې سیمه کې د سعودي عربستان له مهمو انرژۍ مرکزونو څخه دی. په دې سیمه کې د نفتو د زېرمه کولو او تصفیې تاسیسات او همداراز د سعودي عربستان ختیځ ـ لوېدیځ ستراتیژیک نفتلېږدونکی پایپلاین موقعیت لري.
د فرانسې پرېکړه وروسته له هغې اعلان شوه چې سعودي عربستان وویل شپږ بالستیک توغندي یې شنډ کړي دي. د سعودي چارواکو په وینا، دغه توغندي د ینبع او طایف پر لور توغول شوي وو.
حوثیانو هم ویلي چې په سعودي عربستان کې یې ځینې اهداف، د ینبع په سیمه کې د ارامکو د تاسیساتو په ګډون، د توغندیزو او بېپیلوټه بریدونو هدف ګرځولي دي. خو د دغو بریدونو د زیانونو کچه د سعودي عربستان له خوا نه ده تایید شوې.
د ینبع اهمیت یوازې د دې بندر له جغرافیایي موقعیت سره تړاو نه لري. دغه بندر د سره سمندرګي له لارې د سعودي عربستان د انرژۍ د صادراتو له مهمو مرکزونو څخه دی او په داسې شرایطو کې چې په سیمه کې د نفتو او ګازو د لېږد پر مهمو لارو امنیتي ګواښونه زیات شوي، د دې بندر د تاسیساتو ساتنه لا ډېر اهمیت پیدا کوي.
د فرانسې له خوا د دفاعي تجهیزاتو استول ښيي چې د یمن د جګړې اغېزې د سیمې د حیاتي انرژۍ د تاسیساتو تر ساتنې پورې پراخې شوې دي. پاریس هڅه کوي دا اقدام د سعودي عربستان د زیربناوو د دفاع په چوکاټ کې تعریف کړي، نه د بریدیزو پوځي عملیاتو د مستقیم ګډون په توګه.
خو د یوه مهم انرژۍ مرکز شاوخوا د فرانسوي سرتېرو او دفاعي سیستمونو حضور د پاریس او ریاض ترمنځ د امنیتي همکارۍ کچه لوړوي او ښيي چې پر انرژۍ تاسیساتو بریدونه کولای شي اروپايي هېوادونه هم د خلیج فارس د دفاعي ترتیباتو په برخه کې لا مستقیم رول ته اړ کړي.
په دې شرایطو کې ینبع د سیمې د انرژۍ د امنیت په معادله کې یوه مهمه نقطه ګرځي؛ ځکه د دې بندر تاسیساتو یا د نفتو د لېږد مسیر ته هر ډول جدي زیان کولای شي د سیمې تر څنګ د نړیوالې انرژۍ پر عرضې او د نفتو پر بیو هم اغېز ولري.
















