د چین ولسمشر شي جینپینګ د بریکس د کلنۍ غونډې پر مهال د مصنوعي ځیرکتیا، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د نوې همکارۍ یو لړ وړاندیزونه مطرح کړي او د دې ډلې د غړو او شریکو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.
شي جینپینګ د یکشنبې په ورځ، د وږي په ۲۲مه، وویل چې د بریکس بریا د غړو هېوادونو ترمنځ د عملي همکاریو د پیاوړو بنسټونو پر جوړولو پورې تړلې ده. هغه له غړو هېوادونو وغوښتل چې د صنعتي او اکمالاتي ځنځیرونو د ثبات او د یوه ګډ بازار د رامنځته کولو لپاره لا زیاته همکاري وکړي.
د چین ولسمشر اعلان وکړ چې بیجینګ به د بریکس هېوادونو ترمنځ د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د ګډې همکارۍ لپاره یو نوی پروګرام پیل کړي. د دغه پروګرام موخه د ژبنیو ماډلونو ګډ پرمختګ، د مصنوعي ځیرکتیا روزنه او د دې ټکنالوژۍ وسایلو او سرچینو ته پرانیستی لاسرسی بلل شوی دی.
شي جینپینګ همداراز د بریکس د هېوادونو د ځانګړو اقتصادي سیمو ترمنځ د مشارکت د رامنځته کولو وړاندیز وکړ او ویې ویل چې چین به راتلونکی کال د بریکس د خدمتونو د سوداګرۍ فورم کوربه وي. د دغه فورم موخه د غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د اړیکو پیاوړتیا ده.
بریکس په تېرو دوو لسیزو کې له خپلو پنځو بنسټګرو غړو، برازیل، روسیې، هند، چین او سویلي افریقا، څخه پراخ شوی او ایران، اندونیزیا، مصر، ایتوپیا او متحده عربي امارات هم ورسره یوځای شوي دي. دغه ډله په اسیا، افریقا، لاتینې امریکا او منځني ختیځ کې لس شریک هېوادونه هم لري.
چین او روسیه کله ناکله د دې ډلې د غړو او شریکانو ټولګې ته «لوی بریکس» وايي؛ هغه اصطلاح چې د اصلي غړو له کچې هاخوا د اقتصادي او سیاسي نفوذ د پراخولو هڅې څرګندوي.
هند چې په ۲۰۲۶ کال کې د بریکس دورهیي مشري کوي او چین چې راتلونکی کال به د دې ډلې مشري پر غاړه واخلي، د غړو ترمنځ د همکارۍ پر پراختیا او په نړیوال نظام کې د بریکس د ونډې پر پیاوړتیا ټینګار کوي.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په غونډه کې وویل، هغه حللارې چې د بریکس په چوکاټ کې رامنځته کېږي، باید یوازې د دې ډلې غړو ته ځانګړې نه وي، بلکې داسې طرحه شي چې غیرلوېدیځ هېوادونه هم ترې ګټه واخلي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم وویل چې بریکس کولای شي د یوه عادلانه او څو قطبي نړیوال نظام په رامنځته کېدو کې مهم رول ولوبوي. هغه له غړو هېوادونو وغوښتل چې خپلې اقتصادي وړتیاوې او امتیازونه لا ډېر د ګډې همکارۍ لپاره وکاروي.
د بریکس غونډه په داسې مهال کېږي چې د منځني ختیځ کړکېچ هم د دې ناستې پر سیاسي فضا اغېز کړی دی. د بریکس غړو یوه ورځ مخکې په ګډه اعلامیه کې په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه او د «اعظمي زغم» غوښتنه یې وکړه. ایران او متحده عربي اماراتو هم د دې اعلامیې ملاتړ کړی دی.
د غونډې په څنډه کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ابوظبي له ولیعهد سره هم لیدلي دي. د ایران او متحده عربي اماراتو د لوړپوړو چارواکو ترمنځ دغه اړیکه په داسې مهال شوې چې سیمهییز کړکېچ زیات شوی او دواړو لورو د کړکېچ د کمولو، سیمهییز ثبات او د سولې او پرمختګ د هڅو په اړه خبرې کړې دي.
د دغو ټولو تحولاتو مجموعه ښيي چې بریکس هڅه کوي په یو وخت کې دوه لارې تعقیب کړي: د خپلو غړو ترمنځ اقتصادي او ټکنالوژیکه همکاري پراخه کړي او په نړیوالو سیاسي مسئلو کې فعال رول ولوبوي.
د چین د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د ګډې همکارۍ وړاندیز له همدې امله ځانګړی اهمیت لري؛ ځکه د پرمختللو ټکنالوژیو پر سر سیالي د نړۍ د اقتصادي او ستراتیژیک ځواک له مهمو محورونو څخه ګرځېدلې ده.
که دا وړاندیزونه په عملي همکاریو، ګډو پانګونو او ټکنالوژۍ ته د غړو هېوادونو په واقعي لاسرسي بدل شي، بریکس کولای شي له یوه پراخ سیاسي او اقتصادي چوکاټ څخه د غیرلوېدیځو هېوادونو د لا منسجمې همکارۍ پر شبکې بدل شي. خو د غړو ترمنځ د ګټو توپیرونه او د ډېرو هېوادونو پر نړیوالو بازارونو اقتصادي تکیه لا هم هغه مهم خنډونه دي چې د بریکس د یوه بشپړ یو موټي اقتصادي بلاک کېدو مخه نیولای شي.














