Donate
پنجشنبه, نوومبر 19, 2026
  • فارسی
  • English
  • Français
  • ننوتل
تلویزیون نیمروز
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
تلویزیون نیمروز
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
اصلی صفحه سیاست

د لبنان او اسرائیل خبرې د ایران او امریکا له کړکېچه سره تړل شوې دي

په واسطه د Satayesh Marzapoor
اگست 28, 2026
0
A A
0
سفیر امریکا: بدون روشن‌شدن وضعیت ایران، مذاکرات لبنان و اسرائیل پیش نمی‌رود

د لبنان او اسرائیل ترمنځ د خبرو راتلونکی پړاو چې ټاکل شوې په روم کې ترسره شي، د ایران او امریکا له روانو بدلونونو سره تړل شوی دی؛ په بیروت کې د امریکا سفیر وايي، تر هغه چې د سیمې وضعیت روښانه نه شي، د خبرو پرمختګ ستونزمن دی.

په لبنان کې د امریکا سفیر میشل عیسی د پنجشنبې په ورځ، د وږي په پنځمه، خبریالانو ته وویل چې د ایران او امریکا ترمنځ روان بدلونونه د لبنان او اسرائیل پر خبرو «ډېر اغېز لري».

هغه وویل: «خبرې تر هغه نه شي پرمخ تللی، څو پوه نه شو چې په سیمه کې به څه پېښېږي.»

د امریکا سفیر د حزب‌الله په اړه هم وویل چې واشنګټن هڅه کوي د لبنان موضوع د ایران له بدلونونو جلا وساتي، خو د ده په وینا حزب‌الله لا هم د تهران له مشرانو سره تړاو لري.

میشل عیسی دغه څرګندونې په بیروت کې د دروزو د مشر سامي ابي‌المنى له لیدنې وروسته وکړې.

د حزب‌الله د وسلو په اړه هغه وویل: «لبنانیان د حزب‌الله د وسلو پر سپارلو هوکړه لري او هر څوک د دې کار لپاره خپله لاره غواړي، خو اړینه ده چې خپلې وسلې دولت ته وسپاري.»

د لبنان او اسرائیل خبرې په داسې شرایطو کې تعقیبېږي چې د حزب‌الله د وسلو مسئله او د لبنان په امنیتي جوړښت کې د دغه ډلې رول د اختلاف له مهمو موضوعاتو څخه دي.

په ورته وخت کې، د ایران او امریکا ترمنځ هر ډول نوې شخړه یا د کړکېچ زیاتېدل کولی شي د سیمې د لوبغاړو محاسبې بدلې کړي او پر حزب‌الله هم اغېز وکړي.

د امریکا د سفیر څرګندونې ښيي چې واشنګټن، لږ تر لږه په اوسني پړاو کې، د لبنان وضعیت د سیمې له پراخو بدلونونو څخه جلا نه ګڼي. د حزب‌الله او تهران ترمنځ د اړیکو په اړه د هغه ټینګار هم څرګندوي چې د دغه ډلې د وسلو مسئله یوازې د لبنان کورنۍ موضوع نه ګڼل کېږي.

د نیمروز د ارزونې له مخې، د دې څرګندونو اصلي اهمیت دا دی چې د لبنان او اسرائیل د خبرو برخلیک یوازې د بیروت او تل‌ابیب په پرېکړو پورې تړلی نه ښکاري. د ایران او امریکا په اړیکو کې هر بدلون کولی شي د حزب‌الله پر دریځ، د لبنان پر پولو امنیت او د خبرو د دوام لپاره پر سیاسي چاپېریال اغېز وکړي.

له همدې امله، په روم کې راتلونکی پړاو یوازې د لبنان او اسرائیل ترمنځ د خبرو ازموینه نه ده؛ بلکې دا به وښيي چې سیمه‌ییز کړکېچونه تر کومه ځایه د دیپلوماتیکو هڅو پر مسیر اغېز کولی شي.

ایران د خپلو بندونو او پوځي تاسیساتو په اړه د امریکايي رسنیو راپورونه رد کړل

جان بس: د افغانستان له پامه غورځول د امریکا امنیت ګواښلی شي

د طالبانو چارواکی: یوه ورځ به افغانان نړۍ وژغوري

ټګونه: نړۍ
شریکولټویټلېږللېږل
Satayesh Marzapoor

Satayesh Marzapoor

ایران گزارش‌های رسانه‌های امریکا درباره ارتباط سدها با تأسیسات نظامی را رد کرد
نړۍ

ایران د خپلو بندونو او پوځي تاسیساتو په اړه د امریکايي رسنیو راپورونه رد کړل

نوومبر 17, 2026
جان بس: بی‌توجهی به افغانستان می‌تواند امنیت ملی امریکا را تهدید کند
افغانستان

جان بس: د افغانستان له پامه غورځول د امریکا امنیت ګواښلی شي

نوومبر 12, 2026
مقام طالبان: روزی مردم افغانستان جهان را نجات خواهند داد
افغانستان

د طالبانو چارواکی: یوه ورځ به افغانان نړۍ وژغوري

نوومبر 11, 2026
پوتین: وضعیت افغانستان در اولویت نظارت امنیتی پیمان امنیت جمعی قرار دارد
نړۍ

پوتین: د افغانستان وضعیت زموږ د امنیتي اندېښنو په مرکز کې دی

نوومبر 11, 2026
هگست خروج امریکا از افغانستان را «فاجعه‌ای برای اعتبار این کشور» خواند
نړۍ

هګسېټ: له افغانستانه د امریکا وتل د دغه هېواد نړیوال اعتبار ته فاجعه وه

نوومبر 10, 2026
انجنیر محمد خان، معاون پیشین عبدالله عبدالله، از ایران به کابل بازگشت
افغانستان

د عبدالله عبدالله پخوانی مرستیال محمد خان له ایرانه کابل ته راستون شو

نوومبر 7, 2026
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
گمرک اسلام‌قلعه از هفته آینده ۲۴ ساعته می‌شود؛ توافق تازه طالبان و ایران

افغانستان او ایران د اسلام کلا ګمرک پر ۲۴ ساعته فعالیت هوکړه وکړه

نوومبر 18, 2026
ایران گزارش‌های رسانه‌های امریکا درباره ارتباط سدها با تأسیسات نظامی را رد کرد

ایران د خپلو بندونو او پوځي تاسیساتو په اړه د امریکايي رسنیو راپورونه رد کړل

نوومبر 17, 2026
وزیر مالیه طالبان و وزیر کشاورزی ایران درباره گسترش تجارت گفت‌وگو کردند

افغانستان او ایران د دوه اړخیزې سوداګرۍ د اسانتیاوو پر پراخولو خبرې وکړې

نوومبر 15, 2026
طالبان از خبرنگاران نیمروز خواستند در رسانه‌ها از این گروه دفاع کنند

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له رسنیو د خپلو ارزښتونو د ملاتړ غوښتنه وکړه

نوومبر 15, 2026
بیش از ۴۳ هزار مهاجر افغان در دو هفته از ایران و پاکستان بازگشتند

افغانستان ته په دوو اوونیو کې له ایران او پاکستانه ۴۳ زره کډوال ستانه شوي

نوومبر 13, 2026
وزیر صحت طالبان: در ۳۱۸ ولسوالی افغانستان شفاخانه در سطح ولسوالی وجود ندارد

جلالي: ۳۱۸ ولسوالۍ عمومي روغتونونه نه لري

نوومبر 12, 2026

مشهور مطالب

  • فرحناز اسپد، روزنامه‌نگار و مجری ایران اینترنشنال، پس از بیماری درگذشت

    فرحناز اسپد، خبریاله او د ایران انټرنشنل ویانده، په ۳۷ کلنۍ کې مړه شوه

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • د لیزا شمس کورنۍ د هغې د مړینې د دوسیې د خپلواکې او بې‌طرفه څېړنې غوښتنه کوي

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • د ۱۷ کلنې رقیې د مشکوک مړینې راپور؛ له دوو جبري ودونو سره یې مخالفت کړی و

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • ډاکټره بدریه جلالي په کابل کې ووژل شوهد حقوقي او مالي شخړو تر سیوري لاندې مرموزه قضیه

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • د سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې د طالبانو پر ضد د پوځي عملیاتو د پیل اعلان وکړ

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0

د خبرونو آرشیف

نیمروز ټلویزیون؛ د افغانستان او نړۍ د کره، باوري او تحلیلي خبرونو خپلواکه سرچینه، چې د باور وړ معلوماتو وړاندې کولو، د پېښو ژور تحلیل او د پټو اړخونو روښانه کولو ته ژمن دی. موږ هڅه کوو د مسلکي اصولو پر بنسټ روښانه او باوري انځور وړاندې کړو.

گمرک اسلام‌قلعه از هفته آینده ۲۴ ساعته می‌شود؛ توافق تازه طالبان و ایران
افغانستان

افغانستان او ایران د اسلام کلا ګمرک پر ۲۴ ساعته فعالیت هوکړه وکړه

نوومبر 18, 2026
ایران گزارش‌های رسانه‌های امریکا درباره ارتباط سدها با تأسیسات نظامی را رد کرد
نړۍ

ایران د خپلو بندونو او پوځي تاسیساتو په اړه د امریکايي رسنیو راپورونه رد کړل

نوومبر 17, 2026
وزیر مالیه طالبان و وزیر کشاورزی ایران درباره گسترش تجارت گفت‌وگو کردند
افغانستان

افغانستان او ایران د دوه اړخیزې سوداګرۍ د اسانتیاوو پر پراخولو خبرې وکړې

نوومبر 15, 2026

  • زموږ په اړه
  • له موږ سره اړیکه
  • د همکارۍ فرصتونه
  • محرمیت تګلاره

© 2026 ټول حقوق د تلویزیون نیمروز سره خوندي دي.

بیا ښه راغلاست!

لاندې خپل اکاونټ ته ننوتل وکړئ.

پاسورډ مو هېر شوی؟

خپل پاسورډ بېرته ترلاسه کړئ

مهرباني وکړئ خپل کارن نوم یا ایمیل ادرس دننه کړئ ترڅو خپل پاسورډ بیا تنظیم کړئ.

ننوتل

نوی پلې‌لیست اضافه کړئ

  • ننوتل
  • فارسی
  • English
  • Français
Donate
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
SAVED POSTS