سرچینو نیمروز ته ویلي چې طالبانو په کابل کې د استوګنیزو ودانیو له ساتونکو او د سیمو له چوکي دارانو غوښتي چې مخابرې او پوځي یونیفورمونه برابر کړي او د سیمې ورځنۍ پېښې او تګ راتګ د دې ډلې امنیتي حوزو ته راپور کړي.
د سرچینو په وینا، دغه طرحه د کابل په ځینو برخو کې، په ځانګړي ډول د یوولسمې امنیتي حوزې اړوند د خیرخانې په دویمه حصه کې، عملي شوې ده. سرچینې وايي چې ورته بهیر په پنځلسمه امنیتي حوزه کې هم روان دی او طالبان هڅه کوي دغه شبکه د پلازمېنې نورو سیمو ته هم وغځوي.
نیمروز ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، د طالبانو مامورانو د خیرخانې په دویمه حصه کې د استوګنیزو ودانیو ساتونکي ورغوښتي او ورته ویلي یې دي چې مخابرې او پوځي یونیفورمونه دې د خپل جیب او د ودانیو د اوسېدونکو په مالي مرسته برابر کړي.
د سرچینو په وینا، ساتونکي مکلف دي چې د مخابرو له برابرولو او د اړوندې امنیتي حوزې له مخابراتي فریکونسۍ سره تر نښلېدو وروسته، د سیمې هره پېښه او تګ راتګ له ځنډ پرته راپور کړي. همداراز، له هغوی غوښتل شوي چې د مخابرو له لارې په منظم ډول له خپلې امنیتي حوزې او نورو ساتونکو سره اړیکه وساتي.
د یوولسمې امنیتي حوزې یوه ساتونکي، چې د دې لارښوونې له پایلو اندېښمن دی، ویلي چې د دغو وسایلو د پېرلو توان نه لري او نه غواړي د سیمې له اوسېدونکو سره دښمني پیدا کړي. هغه اندېښنه ښودلې چې ښايي د سیمې له خلکو سره د شخړې د مخنیوي لپاره اړ شي خپله دنده پرېږدي.
یوه ځايي سرچینه هم وايي چې طالبانو د سیمو له اوسېدونکو غوښتي چې د ساتونکو د مخابرو او یونیفورمونو لګښت ورکړي. دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح شوې چې ګڼې کورنۍ له اقتصادي ستونزو او بېکارۍ سره مخ دي او محلي ساتونکي هم لږ معاشونه ترلاسه کوي.
د سیمې ځینو اوسېدونکو دا اقدام د ودانیو د ساتونکو په امنیتي مخبرانو بدلول بللي دي. هغوی اندېښنه لري چې د راپور ورکولو دغه بهیر به د خلکو ترمنځ وېره او بې باوري زیاته کړي او د وګړو پر شخصي ژوند به څارنه نوره هم پراخه کړي.
طالبانو واک ته تر ستنېدو وروسته په کابل کې د امنیتي کنټرول د پراخولو لپاره ګڼ اقدامات کړي دي. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په پلازمېنه کې د ۶۲ زرو څخه د زیاتو امنیتي کمرونو نصب هم د دغو اقداماتو یوه برخه بلل شوې ده.
د محلي ساتونکو له لارې د راپور ورکولو د شبکې احتمالي پراختیا ښايي، د امنیتي څارنې د زیاتېدو ترڅنګ، پر کورنیو اضافي مالي بار هم واچوي؛ هغه کورنۍ چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او اوس ښايي د خپلو ودانیو د ساتونکو د تجهیزاتو لګښت هم ورکړي.
















