Donate
دوشنبه, نوومبر 23, 2026
  • فارسی
  • English
  • Français
  • ننوتل
تلویزیون نیمروز
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
تلویزیون نیمروز
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
اصلی صفحه اروپا

هانا نیومن: له طالبانو سره د اروپا تعامل باید د افغانانو د حقونو په بیه نه وي

په واسطه د Satayesh Marzapoor
اگست 15, 2026
0
A A
0
هانا نیومن از تغییر سیاست اروپا در برابر طالبان و همکاری برای بازگرداندن افغان‌ها انتقاد کرد

هانا نیومن، د اروپا د پارلمان غړې، د کابل د سقوط د پنځمې کلیزې په درشل کې د طالبانو په اړه د نړیوالې ټولنې او د یو شمېر اروپايي هېوادونو د تګلارې پر بدلون نیوکه کړې ده.

نیومن د زمري پر ۲۳مه په اېکس کې په یوه لړۍ پیغامونو کې ویلي چې پنځه کاله مخکې د نړیوالې ټولنې تمرکز پر دې و چې افغانان څنګه له طالبانو څخه خوندي کړي، خو اوس ډېر هېوادونه له طالبانو سره د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره د همکارۍ پر څرنګوالي بحث کوي.

هغې لیکلي: «طالبان نه دي بدل شوي، خو موږ بدل شوي یو او له افغانانو سره مو جفا کړې ده.»

د اروپا د پارلمان دې غړې، چې د طالبانو له سیاستونو څخه له مهمو منتقدانو او د افغان ښځو د حقونو له ملاتړو څخه ده، ټینګار کړی چې له طالبانو سره د اروپايي هېوادونو تعامل باید د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په بیه تمام نه شي.

نیومن تر دې مخکې هم د اروپايي چارواکو او د طالبانو د استازو له رسمي ناستو سره مخالفت کړی و او ویلي یې وو چې دا ډول اقدامات د طالبانو د واک د عادي کولو زمینه برابروي.

هغې په خپلو پخوانیو څرګندونو کې ویلي چې طالبان د بشري حقونو، د ټولشموله حکومت د جوړولو او له افراطیت سره د مبارزې په اړه خپلو اعلان شویو ژمنو ته ژمن پاتې شوي نه دي.

د نیومن په وینا، نړیواله ټولنه باید تر هغه مخکې چې دغه معیارونه عملي شوي وي، له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو پر لور حرکت ونه کړي.

د نوموړې دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې په رانږدې کېدو سره، یو شمېر اروپايي هېوادونه د افغان اتباعو د کډوالۍ او له طالبانو سره د تعامل په اړه خپلې تګلارې بیا ارزوي.

د دې تګلارې منتقدان وایي، له طالبانو سره د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په برخه کې هر ډول همکاري باید د افرادو د امنیتي او بشري حقونو له وضعیت سره یوځای وارزول شي.

دوی خبرداری ورکوي چې هغه کسان باید افغانستان ته بېرته ونه ستنول شي چې هلته د ځورونې، شکنجې یا د بشري حقونو د نورو جدي سرغړونو له خطر سره مخ کېدای شي.

په مقابل کې، یو شمېر اروپايي حکومتونه د خپلو کډوالۍ قوانینو د پلي کولو او د هغو کسانو د بېرته ستنولو پر اړتیا ټینګار کوي چې د قانوني استوګنې شرایط نه لري.

له طالبانو سره د تعامل پر څرنګوالي اختلاف په داسې حال کې دوام لري چې افغان ښځې او نجونې لا هم د زده کړو، کار او ټولنیز حضور په برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.

په اروپا کې له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو یا د هغوی د په رسمیت پېژندلو بحث هم لا هم له جنجال سره مخ دی.

بې پولې خبریالان: د طالبانو د استخباراتو ۰۱۵ څانګه خبریالان څاري، ګواښي او شکنجه کوي

د افغان ښځو د ولسي محکمې قاضي له طالبانو سره د اروپا د نږدېوالي په اړه خبرداری ورکړی

هبت‌الله آخندزاده پر زده‌کړو ټینګار کړی؛ خو د نجونو د تعلیم په اړه یې څه نه دي ویلي

ټګونه: افغانستان
شریکولټویټلېږللېږل
Satayesh Marzapoor

Satayesh Marzapoor

گزارشگران بدون مرز: شعبه ۰۱۵ استخبارات طالبان خبرنگاران را زیر نظر می‌گیرد و شکنجه می‌کند
افغانستان

بې پولې خبریالان: د طالبانو د استخباراتو ۰۱۵ څانګه خبریالان څاري، ګواښي او شکنجه کوي

نوومبر 5, 2026
حقوق‌دان دادگاه مردمی زنان افغانستان درباره عادی‌سازی طالبان هشدار داد
افغانستان

د افغان ښځو د ولسي محکمې قاضي له طالبانو سره د اروپا د نږدېوالي په اړه خبرداری ورکړی

اکتوبر 27, 2026
رهبر طالبان از آموزش گفت؛ اما دختران همچنان پشت دروازه مکاتب مانده‌اند
افغانستان

هبت‌الله آخندزاده پر زده‌کړو ټینګار کړی؛ خو د نجونو د تعلیم په اړه یې څه نه دي ویلي

اکتوبر 16, 2026
سازمان همکاری اسلامی و اتحادیه اروپا بر تداوم همکاری‌های بشردوستانه در افغانستان تأکید کردند
اروپا

د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د اسلامي همکاریو سازمان او اروپايي ټولنې خبرې کړې دي

اکتوبر 15, 2026
انتقاد فوزیه کوفی از نبود تضمین‌های حقوق زنان در توافق دوحه
افغانستان

فوزیه کوفي: په تړون د دوحې کې د ښځو د حقونو د تضمین نشتون طالبانو ته د محدودیتونو د پراخولو جرئت ورکړ

اکتوبر 11, 2026
تحریم‌های تازه آمریکا؛ فشار بر دادگاه کیفری بین‌المللی ادامه دارد
امریکا

امریکا پر نړیوالې جزايي محکمې نوي بندیزونه لګوي؛ د نړیوال عدالت او ملي حاکمیت پر سر شخړه پراخېږي

اکتوبر 10, 2026
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
نشست اوپسالا بر تقویت انسجام و مشارکت مدنی دیاسپورای افغانستان تأکید کرد

په سویډن کې افغانانو د مدني بنسټونو او عامه پرېکړو په بهیر کې د ونډې غوښتنه وکړه

نوومبر 22, 2026
روز جهانی تلویزیون؛ ممنوعیت نشر تصاویر زنده‌جان فعالیت ۲۱ تلویزیون محلی افغانستان را متوقف کرد

د ټلوېزیون نړیواله ورځ؛ افغانستان کې ۲۵ ولایتونو ته د انځورونو بندیز غځېدلی

نوومبر 21, 2026
نصب لوح یادبود ماریا گراتزیا کوتولی در شهرداری کاتانیا

د ایټالیا په کاتانیا ښار کې د ماریا ګراتزیا کوتولي یادګاري لوحه ولګول شوه

نوومبر 20, 2026
گمرک اسلام‌قلعه از هفته آینده ۲۴ ساعته می‌شود؛ توافق تازه طالبان و ایران

افغانستان او ایران د اسلام کلا ګمرک پر ۲۴ ساعته فعالیت هوکړه وکړه

نوومبر 18, 2026
ایران گزارش‌های رسانه‌های امریکا درباره ارتباط سدها با تأسیسات نظامی را رد کرد

ایران د خپلو بندونو او پوځي تاسیساتو په اړه د امریکايي رسنیو راپورونه رد کړل

نوومبر 17, 2026
وزیر مالیه طالبان و وزیر کشاورزی ایران درباره گسترش تجارت گفت‌وگو کردند

افغانستان او ایران د دوه اړخیزې سوداګرۍ د اسانتیاوو پر پراخولو خبرې وکړې

نوومبر 15, 2026

مشهور مطالب

  • فرحناز اسپد، روزنامه‌نگار و مجری ایران اینترنشنال، پس از بیماری درگذشت

    فرحناز اسپد، خبریاله او د ایران انټرنشنل ویانده، په ۳۷ کلنۍ کې مړه شوه

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • د لیزا شمس کورنۍ د هغې د مړینې د دوسیې د خپلواکې او بې‌طرفه څېړنې غوښتنه کوي

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • د ۱۷ کلنې رقیې د مشکوک مړینې راپور؛ له دوو جبري ودونو سره یې مخالفت کړی و

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • ډاکټره بدریه جلالي په کابل کې ووژل شوهد حقوقي او مالي شخړو تر سیوري لاندې مرموزه قضیه

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • د سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې د طالبانو پر ضد د پوځي عملیاتو د پیل اعلان وکړ

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0

د خبرونو آرشیف

نیمروز ټلویزیون؛ د افغانستان او نړۍ د کره، باوري او تحلیلي خبرونو خپلواکه سرچینه، چې د باور وړ معلوماتو وړاندې کولو، د پېښو ژور تحلیل او د پټو اړخونو روښانه کولو ته ژمن دی. موږ هڅه کوو د مسلکي اصولو پر بنسټ روښانه او باوري انځور وړاندې کړو.

نشست اوپسالا بر تقویت انسجام و مشارکت مدنی دیاسپورای افغانستان تأکید کرد
نړۍ

په سویډن کې افغانانو د مدني بنسټونو او عامه پرېکړو په بهیر کې د ونډې غوښتنه وکړه

نوومبر 22, 2026
روز جهانی تلویزیون؛ ممنوعیت نشر تصاویر زنده‌جان فعالیت ۲۱ تلویزیون محلی افغانستان را متوقف کرد
افغانستان

د ټلوېزیون نړیواله ورځ؛ افغانستان کې ۲۵ ولایتونو ته د انځورونو بندیز غځېدلی

نوومبر 21, 2026
نصب لوح یادبود ماریا گراتزیا کوتولی در شهرداری کاتانیا
افغانستان

د ایټالیا په کاتانیا ښار کې د ماریا ګراتزیا کوتولي یادګاري لوحه ولګول شوه

نوومبر 20, 2026

  • زموږ په اړه
  • له موږ سره اړیکه
  • د همکارۍ فرصتونه
  • محرمیت تګلاره

© 2026 ټول حقوق د تلویزیون نیمروز سره خوندي دي.

بیا ښه راغلاست!

لاندې خپل اکاونټ ته ننوتل وکړئ.

پاسورډ مو هېر شوی؟

خپل پاسورډ بېرته ترلاسه کړئ

مهرباني وکړئ خپل کارن نوم یا ایمیل ادرس دننه کړئ ترڅو خپل پاسورډ بیا تنظیم کړئ.

ننوتل

نوی پلې‌لیست اضافه کړئ

  • ننوتل
  • فارسی
  • English
  • Français
Donate
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
SAVED POSTS

Go to mobile version