د جرمني د لایپزیګ له هوايي ډګر څخه کابل ته د ۳۱ افغانانو د اخراج، په ځانګړي ډول د هغو له ډلې د یوه داسې افغان د شتون چې هېڅ کیفري سابقه نه لري، په جرمني کې د افغان پناه غوښتونکو د اخراج د سیاست په اړه نوي بحثونه راپورته کړي دي.
منتقدان وایي، دا د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لومړی ځل دی چې یو افغان پناه غوښتونکی له کیفري سابقې پرته له جرمني څخه ایستل کېږي. د دوی په باور، دا اقدام ښايي افغانستان ته د رد شویو افغان پناه غوښتونکو د اخراج لړۍ نوره هم پراخه کړي.
د جرمني د پارلمان د چپ ګوند استازې کلارا بونګر او د «پرو ازول» سازمان اجرائیه مشره هلن رزنه خبرداری ورکړی چې دا پرېکړه ښايي د اخراج د پالیسۍ لمن له هغو کسانو هم واړوي چې کیفري محکومیت نه لري. هغوی د افغانستان د بشري حقونو وضعیت ته په اشارې سره دا بهیر د جرمني له نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې بللی دی.
په مقابل کې، د جرمني حکومت ټینګار کړی چې د اخراج د قطعي حکمونو عملي کول د عامه امنیت د تأمین او د کډوالۍ د مدیریت د سیاست برخه ده او هغه کسان چې د استوګنې قانوني حق نه لري، باید جرمني پرېږدي.
د جرمني د فدرالي حکومت د شمېرو له مخې، د وروستي پرواز په ګډون، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له جرمني څخه افغانستان ته د ایستل شویو افغانانو شمېر ۲۲۷ تنو ته رسېدلی دی.
منتقدانو د اخراجونو د عملي کولو لپاره د جرمني او طالبانو ترمنځ د اداري همکاریو د پراخېدو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده. د دوی په وینا، دا همکاري ښايي طالبانو ته سیاسي مشروعیت ورکړي او د افغان وګړو شخصي معلوماتو ته د دې ډلې د لاسرسي لامل شي.
په همدې حال کې، د پناه غوښتونکو د حقونو ملاتړو سازمانونو د افغان وګړو د اخراج د درولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان د بشري حقونو او امنیتي وضعیت ته په پام، د افغان پناه غوښتونکو بېرته ستنول د نړیوالو بشري حقونو له اصولو سره سمون نه لري.

















