د مالدووا ولسمشرې مایا ساندو د افغانستان د اوسني حکومت یوه پلاوي ته د ویزې له صادرېدو انتقاد کړی او ویلي یې دي چې دا سفر د دغه هېواد د بهرني سیاست په اړه د ځینو دولتي چارواکو د نه پوهاوي له امله ممکن شوی دی.
ساندو له «جورنال ټيوي» سره په مرکه کې وویل، د مالدووا د کرنې وزارت یوه مرستیال وزیر د افغانستان د پلاوي لپاره د ویزې له غوښتلو مخکې د خپل هېواد د افغانستان د اوسني حکومت په اړه د پالیسۍ لازمې ارزونې نه وې کړې.
د مالدووا د ولسمشرې په وینا، د بهرنیو چارو وزارت چارواکو هم د ویزې غوښتنلیک د استوونکي د لوړ دولتي مقام له امله داسې انګېرلې وه چې غوښتنه ښايي مخکې له مخکې تأیید شوې وي.
ساندو دغه پېښه «شرموونکې» بللې او د ویزې په صادرولو کې یې د ښکېلو چارواکو پر وړاندې د انضباطي اقداماتو غوښتنه کړې ده.
د هغې څرګندونې ښيي چې د افغان پلاوي لپاره د ویزې صادرول، لږ تر لږه د مالدووا د ولسمشرې له نظره، د دې هېواد د بهرني سیاست په چوکاټ کې د یوې همغږې پرېکړې پایله نه وه؛ بلکې د غوښتنلیک د ارزونې او د دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ د کمزورۍ له امله رامنځته شوې پېښه وه.














